خپلواک وېبپاڼه (٢٥ مارچ ٢٠٢٠): که داسې وويل شي چې راشد خان هم يو له هغه لوبغاړو څخه و، چې نړيوال کرکټ ته له راتګ سره سم يې د نړۍ په کچه نوم خور شو او اوس يو له هغه نړيوالو ستورو څخه دى، چې تر ډېره يې خلک پېژني.
راشد خان نه يوازې دا چې د افغانستان لپاره يو له مهمو لوبغاړو څخه دى، بلکې هغه د نړۍ په سترو سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي او په دغه ليګونو کې د لوبډلو لپاره د مهم لوبغاړي په توګه مېدان ته کوزېږي.
راشد خان دوه کاله مخکې هم په نن ورځ، د مارچ په ٢٥مه نېټه ٢٠١٨ کال، په نړيواله کچه لومړنى چټک او تر ټولو ځوان لوبغاړى شو چې په کمو ٤٤ پنځوس اوريزه نړيوالو سياليو او د نورو نړيوالو لوبغاړو په پرتله يې په کم عمر (١٩ کلنۍ) کې ١٠٠ ويکټې پوره کړې.
د راشد خان د دغه دوه نړيوالو ريکارډونو په خپلولو سره د اسټراليا مچل سټارک او د پاکستان ثقلېن مشتاق شاته پرېښودل او تر دوى مخکې شو.
راشد خان چې د کرکټ په نړۍ کې يې يو شمېر ريکارډونه په خپل نوم کړي دي، د څه وخت لپاره د افغان لوبډلې لوبډلمشر هم پاتې شوى و او هغه د کم عمره لوبډلمشر په حېث هم ريکارډ لري.
راشد خان تر دې مهاله پورې د افغانستان لپاره ١٢٣ ټېسټ، يو ورځنۍ او شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي دي، چې ٢٤٥ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي او همدا راز ١١٧٤ منډې يې هم ترلاسه کړې دي.