کورپاڼه / خپلواک / د راشد او نجيب ژمنه، افتاب عالم ٢٠٠ زره افغانۍ مرسته وکړه
راشد خان، نجيب الله او افتاب عالم

د راشد او نجيب ژمنه، افتاب عالم ٢٠٠ زره افغانۍ مرسته وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ مارچ ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو لوبغاړو د کورونا ويروس د خپرېدو او د هېواد يو شمېر ولايتونو د کرنټين کېدو وروسته له غريبو او نادارو خلکو سره د مرستې اعلان کړى دى.

نامتو لوبغاړو راشد خان او نجيب الله ځدراڼ وايي چې دا د دوى مسووليت دى چې په دې سخت وخت کې له غريبو خلکو سره مرسته وکړي او همدا راز افتاب عالم بيا دوه سوه زره افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

راشد خان په خپل يو پوسټ کې ليکلي دي، چې هغه له ټولو خلکو سره مرسته نه شي کولاى، خو دا يې مسووليت دى چې په دې سختو حالاتو کې له هغه بې وزلو خلکو سره چې د کورونا له کبله اقتصادي زيانمن شوي دي د اړتيا وړ او ضروري توکو مرستې برابرې کړي.

هغه همدا راز په نورو شتمنو هم غږ کړى دى، چې په دې سخت حالت کې دې له بې وزلو سره مرستې وکړي.

راشد خان په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((موږ له ټولو انسانانو سره مرسته نه شو کولی، خو خامخا له یو شمېر سره د مرستې توان لرو. زه راشد خان به په دغو سختو حالاتو کې له خلکو سره مرستې کوم او دا زما مسولیت دى. موږ به هغو خلکو او بې وزلو سره چې د کرونا له کبله اقتصادي زیانمن شوي، ‌د باندې نه شي وتلی او په کورونو کې دننه دي، د اړتیا وړ او ضروري توکو مرستې برابرو او رسوو.

زه له ټولو لوبغاړو، سوداګرو، سیاسي او ملي شخصیتونو څخه غواړم چې په دغو سختو شرایطو کې د خلکو لاس ونیسي او له خلکو سره مرستې وکړي. د بل سره په مرستې سړی لا شتمن کېږي او زړه یې لا غني کېږي. په مرستې سره مو شتمني نوره هم زیاتېږي.))

بل لوري ته نجيب الله ځدراڼ هم په يو پوسټ کې دا خپل مسووليت ګڼلى دى چې په دې حساس وخت کې له هېوادوالو سره مرسته وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((سلامونه او نېکې هيلې ټولو دوستانو ته! زه خپل مسووليت ګڼم چې په ګران هېواد کې په دې حساس وخت کې تر خپله وسه د خپلو هېوادوالو سره مرسته وکړم. د ټولو هغه افغانانو وروڼو او خويندو نه چې هېواد نه بهر او که افغانستان کې اوسي، غووښتنه کوم چې په دغه سخت وخت کې خپلو هېوادوالو سره په هره برخه او هر رنګه چې وي مرستې ته راودانګي.))

چټک توپ اچونکي افتاب عالم بيا د دوه سوه زره افغانيو د مرستې اعلان کړى دى او ويلي يې دي چې د کريم صادق فاونډېشن له طريقه به بې وزلو افغانانو سره د خوراکي توکو مرسته وکړي.

هغه په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((‎سلامونه ټولو درنو هېوادوالو ته! ‎دا چې کرونا یو الهي افت دی او د ژوند روزمره چارې یې په ټپه ودرولي نو په داسې وخت کې زمونږ غربت ځپلي افغانان تر بل هر چا د مرستې وړ دي. ‎نو په دې اساس زه د کریم صادق فاونډېشن له طریقه له خپلو بېوزلو افغانانو سره د دوه لکه افغانیو په اندازه د خوراکي توکو مرسته کوم ‎او زه په ټولو شتمنو هېوادوالو او د کرکټ په ملي لوبغاړو غږ کوم چې موږ سره دغه د خېر کار کې همکاري وکړي.))

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …