کورپاڼه / خپلواک / د ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهيدي له بې وزلو هېوادوالو سره مرسته وکړه
حشمت الله شهيدي

د ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهيدي له بې وزلو هېوادوالو سره مرسته وکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٩ مارچ ٢٠٢٠): د ملي لوبډلې لوبغاړي حشمت الله شهيدي نن له يو شمېر بې وزله هېوادوالو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده.

په هېواد کې د کورونا ويروس د خپرېدو له امله کارونه په ټپه ولاړ دي او په داسې حالاتو کې هغه بې وزله هېوادوال چې کارونه ورته نه پېدا کېږي او د خداى اسرې ته ناست دي، په ډېر بد حالت کې دي.

په همدې لړ کې د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي حشمت الله شهيدي هم له دغه بې وزله هېوادوالو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده او په نورو خلکو يې هم غږ کړى دى، چې له بې وزله هېوادوالو سره دې مرستې وکړي.

حشمت الله شهيدي په خپل پوسټ کې ليکلي دي: ((نن موږ هم په خپل وس او توان سره په دې سختو شرايطو کې د خپلو څو تنو غريبو او بې وزلو هېوادوالو سره د خوراکي توکو ناچيزه مرسته وکړه. دوى ډېرى هغه خلک دي چې د خپلو کورنيو نفقه ور په غاړه ده.

تاسو ته بهتره معلومه ده چې د هېواد ډېرى وګړي په روزمزد باندې د خپلو کورنيو لپاره حلاله نفقه تياروي، ولې د کرنټين په دې شپو ورځو کې د کار موندنه ناشونې ده، ډېرى داسې هېوادوال ګورو چې هغوى په لوږه ويده کېږي. بهتره مې وګڼله چې د خپلو ملګرو په ملتيا چې زموږ غږ ته يې لبېک وويل، نن د خپل وس او توان سره په غريبو او بې وزلو کورنيو بعضې خوراکي توکي وويشم. په دې فرصت سره له خپلو ټولو ملګرو مننه کوم چې بې درېغه مرسته يې راسره وکړه، الله تعالى دې ټولو ته صدقه جاريه کې حساب کړي.))

هغه همدا راز په هېوادوالو او شتمنو خلکو هم غږ کړى دى، چې په دې سختو شپو او ورځو کې دې د بې وزله هېوادوالو سره مرسته وکړي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې راشد خان او نجيب الله ځدراڼ له بې وزلو هېوادوالو سره د مرستو ژمنې کړې دي او همدا راز افتاب عالم هم ٢٠٠ زره افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …