کورپاڼه / خپلواک / د محمد نبي خېريه بنسټ له بې وزلو افغانانو سره ١ ميليون افغانۍ مرسته کوي
محمد نبي

د محمد نبي خېريه بنسټ له بې وزلو افغانانو سره ١ ميليون افغانۍ مرسته کوي

خپلواک وېبپاڼه (٣٠ مارچ ٢٠٢٠): د محمد نبي خېريه بنسټ د کورونا ويروس پر مهال د غريبو او بې وزله افغانانو سره د يو ميليون افغانيو مرسته کوي.

د کورونا ويروس چې ټوله نړۍ يې په خطر کې اچولې ده، د پلازمېنې کابل په ګډون په يو شمېر ولايتونو کې کرنټين اعلان شوى دى او حکومت له خلکو څخه غوښتنه کړې ده، چې که ډېره اړتيا نه وي نو له کورونو څخه بهر مه راوځئ.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې د بې وزلو او غريبو خلکو شمېر ډېر دى، د دوى لپاره دا سخته ده چې په کورونو کې پاتې شي، ځکه چې ډېرى خلک خوراکي توکي په کورونو کې نه لري.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک په خپله فېسبوکپاڼه ليکلي دي، چې د محمد نبي خېريه بنسټ له بې وزله هېوادوالو سره د شاوخوا يو ميليون افغانيو مرسته کوي.

هغه وايي چې د محمد نبي خېريه بنسټ مرستيال رييس احمدزي ورته ويلي دي، چې دا مرستې به ډېر ژر له بې وزلو افغانانو سره وکړي، ځکه چې د کورونا ويروس له امله هر څه په ټپه ولاړ دي.

دا په داسې حال کې ده چې راشد خان او نجيب الله ځدراڼ هم له بې وزلو او غريبو خلکو سره د مرستې ژمنه کړې ده او افتاب عالم هم ٢٠٠ زره افغانۍ مرسته اعلان کړې ده.

همدا راز تېره ورځ بيا حشمت الله شهيدي هم په يو شمېر غريبو او بې وزله هېوادوالو باندې خوراکي توکي وېشلي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …