خپلواک وېبپاڼه (۱۸ سپتمبر ۲۰۱۹): د زمبابوې او بنګله دېش په وړاندې د افغانستان لپاره مخکښ الراونډر محمد نبي په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، چې اوس د کرکټ نړۍ وېبپاڼې نوموړی د اونۍ غوره لوبغاړی نومولی دی.
محمد نبي چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يو له مخکښ لوبغاړو څخه دی، چې نه يوازې ښه توپ اچونه ترسره کوي، بلکې ښه توپوهنه هم ترسره کوي او د نړيوالو لوبو په ګډون په تجارتي ليګونو کې يې هم لوبډلو ته ډېرې لوبې ګټلي دي.
په بنګله دېش هېواد کې د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ په درې اړخيزه شل اوريزو سياليو کې افغانستان خپله لومړۍ شل اوريزه لوبه د زمبابوې په وړاندې ترسره کړه، چې محمد نبي د نجيب الله ځدراڼ سره په ملګرتيا ډېره تېزه او ښه توپوهنه ترسره کړه او د ۴ شپږيزو پر مټ يې په ۱۸ توپونو ۳۸ منډې وکړې، افغانستان په دغه لوبه کې بريا خپله او نجيب الله ځدراڼ د لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.
همدا راز د يادو سياليو په دریمه لوبه او د افغانستان او بنګله دېش په لومړۍ شل اوريزه لوبه کې، چې د افغانستان توپوهنه له ډېر سخت حالت سره مخ وه او منډې يې ډېرې کمې وې، محمد نبي چې توپوهنې ته راووت، نو توپاني توپوهنه يې ترسره او افغانستان يې له سخت حالت څخه راوويسته.
نوموړي په دغه لوبه کې د ۷ شپږيزو او ۳ څلوريزو پر مټ په ۵۴ توپونو باندې ۸۴ ناسوځېدلې منډې وکړې او د افغانستان منډې يې ۱۶۴ ته ورسولې، چې وروسته افغانستان په دغه لوبه کې په ۲۵ منډو بريا خپله کړه.
د ښې او په زړه پورې توپوهنې له امله محمد نبي ته په دغه لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه.
د دغه وروستيو دوه په زړه پورې لوبو کې د ښې توپوهنې له امله اوس د (کرکټ نړۍ) وېبپاڼې محمد نبي د اونۍ غوره لوبغاړی اعلان کړی دی.