کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ د انګلستان کرکټ لوبغاړو معاشونه کمېږي
جو روټ

کورونا ويروس؛ د انګلستان کرکټ لوبغاړو معاشونه کمېږي

خپلواک وېبپاڼه (١ اپريل ٢٠٢٠): د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې د ټېسټ لوبو لوبډلمشر جو روټ وايي، چې د انګلستان کرکټ بورډ د کورونا ويروس له امله د لوبغاړو معاش کمولى شي.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان د ټېسټ لوبډلې لوبډلمشر چې په لندن کې يې له رسنيو سره خبرې کولې، هغه وويل، چې داسې ورته ښکاري چې د کورونا ويروس له امله راپېدا شوي بحران له امله به د انګلستان کرکټ بورډ د لوبغاړو معاشونه راکم کړي.

په انګلستان کې د کورونا ويروس له امله د مۍ ٢٨مې نېټې پورې د کرکټ ټولې چارې په ټپه ولاړې دي او له دې امله د انګلستان کرکټ بورډ ته لوى تاوان رسېدلى شي.

جو روټ فکر کوي چې د کورونا ويروس له امله په انګلستان کې د کرکټ ټولې چارې په ټپه ولاړې دي او ښايي له دې امله د انګلستان کرکټ بورډ د هغه لوبغاړو معاشونه کم کړي، چې يو کلن قراردادونه ورسره شوي دي.

جو روټ په خپلو خبرو کې زياته کړه، چې زه داسې فکر کوم چې راتلونکې اونۍ ښايي په دې باندې بحث وشي، خو په دې اړه به اې سي بي او پي سي اې ترمنځ خبرې کېږي، تر څو پورې چې په دې اړه خبرې نه وي شوي، نو زه ورته هېڅ پام نه کوم.

جو روټ وايي، چې اوس زموږ ټول پام دې ته دى چې خپل ځانونه فيټ وساتو، ځکه موږ غواړو چې ډېر ژر بېرته کرکټ پيل او مېدانونو ته لاړ شو.

د يادولو ده چې انګلستان له سريلانکا سره دوه ټېسټ لوبې په سريلانکا کې درلودې، چې د کورونا ويروس له امله يادې سيالۍ لغوه شوې او د انګلستان لوبډله بېرته په عاجل ډول خپل هېواد ته ستنه شوه.

همدا راز په ټوله نړۍ کې چې د کرکټ سيالۍ هر هېواد کې روانې وې، د کورونا ويروس له امله ټولې سيالۍ لغوه اعلان شوې او همدا راز د هند تجارتي ليګ نېټه هم بدله کړاى شوه.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …