کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ مجيب د ويښتو په جوړولو هم پيل وکړ
مجيب الرحمان او ابراهيم ځدراڼ

کورونا ويروس؛ مجيب د ويښتو په جوړولو هم پيل وکړ

خپلواک وېبپاڼه (١ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې نامتو ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان چې په کرکټ کې ځانګړى نوم لري اوس د ويښتو په جوړولو هم پيل کړى دى.

کورونا ويروس چې ټوله نړۍ يې په کورونو کېنولې ده، د ملي لوبډلې نامتو لوبغاړي مجيب الرحمان او ابراهيم ځدراڼ هم په خوست ولايت کې په خپلو کورونو کې ناست دي.

په ټولنيزو رسنيو کې ځينې خپاره شويو انځورونو کې ښکاري، چې مجيب الرحمان د ابراهيم ځدراڼ ويښته جوړوي. له دغه انځورونو څخه ښکاره کېږي چې دواړه په خپل کور کې دي او مجيب د ابراهيم ويښته جوړوي.


که څه هم افغان حکومت د يو شمېر ولايتونو د کرنټين کولو اعلان کړى دى، خو له هغه پرته هم ډېرى خلک هڅه کوي چې په دې حالاتو کې له کورونو څخه بهر راونه وځي، چې په دې لړ کې افغان لوبغاړي هم دي.

افغان لوبغاړو په خپلو پېغامونو کې همدا راز له خلکو څخه غوښتنه کړې ده چې په دې سختو حالاتو کې دې په کورونو کې پاتې شي او بهر دې نه راوځي، ځکه چې د کورونا ويروس د مخنيوي په خاطر يوازينۍ لاره همدا ده چې خلک په کورونو کې پاتې شي.

بل لوري ته يو شمېر افغان لوبغاړو بيا له بې وزله او غريبو افغانانو سره مرستې هم پيل کړي دي، چې په دوى کې راشد خان، محمد نبي، افتاب عالم، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدراڼ او نور شامل دي چې له بې وزله افغانانو سره د خوراکي توکو مرستې کوي.

مجيب الرحمان او ابراهيم ځدراڼ دواړه د ملي لوبډلې مخکښ لوبغاړي دي، چې مجيب الرحمان نه يوازې په ملي لوبډله کې، بلکې په تجارتي ليګونو کې هم ډېر ځلېدلى توپ اچونکى دى او په هر ليګ کې لوبډلې هڅه کوي چې هغه په خپله لوبډله کې شامل کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …