کورپاڼه / خپلواک / کورونا ويروس؛ جاس بټلر د نړيوال جام د پايلوبې شرټ ليلاموي
جاس بټلر

کورونا ويروس؛ جاس بټلر د نړيوال جام د پايلوبې شرټ ليلاموي

خپلواک وېبپاڼه (١ اپريل ٢٠٢٠): د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ويکټ ساتونکى او توپوهونکى جاس بټلر د کورونا ويروس د مخنيوي لپاره د فنډ جمع کولو په لړ کې د ٢٠١٩ کال د نړيوال جام په پايلوبه کې اغوستل شوى شرټ يا بنين ليلاموي.

د انګلستان کرکټر جاس بټلر په خپل ټويټر کې په يوه ويډيو کې ويلي دي، لکه څنګه چې ټولو ته معلومه ده چې روغتونونه، ډاکټران، روغتياپالان او نور کسان د کورونا ويروس د مخنيوي پر وړاندې مبارزه کوي، نو په راتلونکو اونيو يا مياشتو کې به هغوى ته زموږ اړتيا هم وي.

جاس بټلر په خپلو خبرو کې وويل، چې تېره اونۍ رايل برومپټن او هير فيلډ روغتون د کورونا ويروس د ناروغانو د ژوند د خونديتابه لپاره او په عاجل وخت کې د روغتيايي الو د اخيستلو لپاره د مرستې غوښتنه کړې وه، نو زه هم په دغه فنډ کې د ٢٠١٩ کال نړيوال جام په پايلوبه کې اغوستل شوى خپل شرټ يا بنين دوى ته ورکوم، چې په دې باندې به د يادې لوبې د ټولو لوبغاړو لاسليکونه هم وي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې د دې شرټ د ليلامۍ نه وروسته چې دا په هر څومره پېسو خرڅ شو، نو هغه ټولې پېسې به يادو روغتونونو ته ورکول کېږي.


له هغه وروسته د انګلستان کرکټ بورډ ټويټر پاڼې هم د جاس بټلر دغه ويډيو او پېغام خپور کړ.


د يادولو ده چې په انګلستان کې تراوسه پورې له ٢٥ زره څخه زيات کسان په کورونا ويروس اخته شوي دي او لا هم په دغه هېواد کې د کورونا ويروس ناروغان په چټکۍ سره ډېرېږي.

په ټوله نړۍ کې بيا د کورونا ويروس مثبتې پېښې په ډېرې چټکۍ سره ثبتېږي او تر دې مهاله پورې له ٨٨٧ زره څخه زياتې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …