کورپاڼه / تجارتي ليګونه / مجيب او ظاهر بيګ باش کې واخيستل شو
مجيب الرحمان او ظاهر خان

مجيب او ظاهر بيګ باش کې واخيستل شو

خپلواک وېبپاڼه (١٨ سپتمبر ٢٠١٩): د اسټراليا په بيګ باش سياليو کې سږ کال د مجيب الرحمان لوبډلې برسبين هيټس د هغه تر څنګ افغان چينامېن ظاهر خان هم په خپله لوبډله کې شامل کړ.

د بيګ باش سياليو لوبډلې برسبين هيټس په خپل يو پوسټ کې د مجيب الرحمان او ظاهر خان انځور خپور کړى او مجيب ته يې ليکلي، چې بېرته پخېر راغلې، همدا راز مخکې ليکي، چې مننه چې له ځان سره دې بل ملګرى هم راوستى.

د يادولو ده چې ظاهر خان د بنګله دېش سره د خپلې لومړۍ ټېسټ سياليو ترسره کولو وروسته اوس په ويسټ انډيز کې د کارابين ليګ سياليو کې د جميکا لوبډلې په ګټه لوبېږي او مجيب الرحمان بيا په بنګله دېش کې د ملي لوبډلې تر څنګ د بنګله دېش او زمبابوې پر وړاندې لوبېږي.

 

View this post on Instagram

 

🇦🇫 Welcome back Mujeeb, and thanks for bringing a friend! #BringTheHeat #BBL09

A post shared by Brisbane Heat (@heatbbl) on


نوموړي د بنګله دېش په وړاندې په لوبه کې ٤ مهم لوبغاړي وسوځول، چې په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې يې د خپل ژوند تر ټولو ښه توپ اچونه ترسره کړه.

د يادولو ده چې افغان لوبغاړي نه يوازې دا چې په نړيوالو لوبو کې يې ځانګړى نوم پېدا کړى دى، بلکې په تجارتي ليګونو کې هم تل ځلېدلي دي او د نړۍ په سترو تجارتي ليګونو کې لوبېږي.

مجيب الرحمان د برسبين هيټس په ګډون په بنګال ټايګرز، کوميلا ويکټورينس، همپشاير، کابل زلمي، کنګز اليون پنجاب او مس عينک نايټس لوبډلو کې هم لوبېدلى دى، چې ټولې لوبډلې د بېلا بېلو تجارتي ليګونو دي.

چينامېن ظاهر خان بيا په نړيواله کچه د افغانستان لپاره يوازې په دوه لوبو کې لوبېدلى دى، نوموړي خپله لومړۍ ټېسټ لوبه د بنګله دېش په وړاندې ترسره کړه، چې ٣ لوبغاړي يې پکې وسوځول. همدا راز نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې بيا د ايرلېنډ په وړاندې په روان کال کې ترسره کړې، چې ٢ لوبغاړي يې پکې سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

دوشنبه پريمئير ليګ

تاجکستان: موږ له افغانستان څخه لوبغاړي نه دي غوښتي، دوى بيا اعلاميه هم خپره کړې

د تاجکستان کرکټ فدراسيون وايي، چې دوى تراوسه پورې له افغانستان کرکټ بورډ څخه د …