کورپاڼه / ريکارډونه / محمد نبي د شاهد اپريدي ريکارډ مات کړ
شاهد اپريدي او محمد نبي

محمد نبي د شاهد اپريدي ريکارډ مات کړ

خپلواک وېبپاڼه (١٨ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان ملي لوبډلې مخکښ الراونډر محمد نبي په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يو بل ريکارډ په خپل نوم او د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر شاهد اپريدي ريکارډ يې مات کړ.

محمد نبي، چې تېره ورځ يې د بنګله دېش په وړاندې په لوبه کې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه، له دې سره د کرکټ نړيوالې شورا په چوکاټ کې لومړنى لوبغاړى شو چې په شل اوريزو لوبو کې ١٢ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کوي، چې دا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې تر ټولو زياتې د غوره لوبغاړي جايزې دي.

محمد نبي چې تازه يې دغه ريکارډ په خپل نوم کړ، د پاکستان شاهد اپريدي، د هند ويراټ کوهلي، د ويسټ انډيز کريس ګيل او د اسټراليا شين واټسن شاته پرېښودل.محمد نبي

تېره ورځ افغانستان له بنګله دېش سره شل اوريزه لوبه ترسره کړه، چې محمد نبي پکې چټکې ٨٤ ناسوځېدلې منډې وکړې. نوموړى هغه مهال توپوهنې ته راووت، چې د افغانستان لوبډله په توپوهنه کې له سخت حالت سره مخ وه، خو د هغه له راوتلو وروسته نوموړي توپاني توپوهنه پيل کړه، چې افغانستان يې له سخت حالت څخه وژغوره او بنګله دېش لوبډلې ته يې د ١٦٥ منډو هدف وټاکه.

په ياده لوبه کې افغانستان بريا خپله کړه او محمد نبي ته د تېزو منډو جوړولو او توپاهني توپوهنې له امله د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ورکړل شوه، چې دا يې په شل اوريزو لوبو کې ١٢مه د غوره لوبغاړي جايزه وه.

همدا راز د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر شاهد اپريدي بيا په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې ١١ ځلې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړې ده.محمد نبي

محمد نبي چې له بنګله دېش سره يې خپله دريمه او وروستۍ ټېسټ لوبه ترسره کړه، د لوبې پر مهال يې اعلان وکړ چې نور به په ټېسټ سياليو کې د افغانستان استازولي نه کوي او يوازې په شل اوريزو او يو ورځنيو لوبو کې به ګډون کوي. نوموړى د افغانستان هغه لوبغاړى دى، چې د افغانستان لپاره يې تر نورو افغان لوبغاړو په ډېرو لوبو کې ګډون کړى دى.

Loading...

دا هم ولولئ

کولين مونرو، يوراج سينګ او شاى هوپ

هغه ٥ توپوهونکي؛ چې نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي

له کله راهيسې چې په کرکټ کې شل اوريزې سيالۍ پيل شوې دي، له هماغه …