کورپاڼه / خپلواک / نور يې په درناوي کور ته رخصت کړئ

نور يې په درناوي کور ته رخصت کړئ

خپلواک وېبپاڼه (٣ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ د کورونا په دې ماحول کې له خپلې پاڼې د اصغر افغان د لوبډلمشرۍ په اړه يو پوسټ کړى دى، چې خلکو پرې ډېرې جالبې او له نيوکو ډکې تبصرې کړې دي.

د افغانستان کرکټ بورډ د فېسبوکپاڼه يو له هغه پاڼو څخه ده چې تر ټولو زياتې نيوکې پرې کيږي. ځکه چې خلک فکر کوي د افغانستان کرکټ بورډ خپل کارونه په سم ډول نه ترسره کوي او همدا راز کرکټ هم د يو څو کسانو په لاس کې دى، نو د کرکټ بورډ له پاڼې چې هر ډول پوسټ کېږي، تر سختو نيوکو لاندې راځي.

اصغر افغان چې د دويم ځل لپاره د ملي لوبډلې د درې واړه بڼو لوبډلمشر ټاکل شوى دى، يو ځل بيا ورته خلک غوسه دي او په هغه سختې نيوکې کوي.

د کرکټ بورډ له فېسبوکپاڼې چې د اصغر افغان په اړه کوم پوسټ شوى دى، په هغه کې ليکل شوي:

((اصغر افغان د کرکټ ملي لوبډلې د شپږو لوبډلمشرانو له ډلې هغه لوبډلمشر دی چې تر دې مهاله يې د ډېرو ۵۶ نړيوالو يو ورځنيو سياليو لوبډلمشري کړې ده چې له منځه يې د ډېری لوبو بريا د افغانستان په نوم ثبت کړې ده.

تاسو هم د افغان لوبډلمشر اصغر افغان د لوبډلمشرۍ او د توپوهنې د غوره لاسته راوړنو په اړه راسره نظرونه شريکولی شئ.))

خو دغه پوسټ ته لاندې تر ١١ زره زيات کمنټونه شوي دي او ډېر کمنټونه يې بيا پر اصغر افغان او کرکټ بورډ له سختو نيوکو څخه ډک دي.

عطا محمد هيله من

ځينو کسانو ليکلي دي، چې (نور يې په درناوي کور ته رخصت کړئ) او ځينو بيا د اصغر افغان د توپوهنې د لاسته راوړنو په ځواب کې ليکلي دي، چې په دې دومره لوبو کې يې څومره منډې کړې دي.

نور احمد

ځينو کسانو بيا د طنز په ډول ليکلي دي، چې اصغر افغان ډېر ښه کپتان دى او بايد شل کاله دې نور هم کپتان پاتې شي. د نور احمد په نوم کس ليکي، چې له تاسو (کرکټ بورډ) څخه غوښتنه کوو چې نوروز منګل هم ټيم ته بېرته راولئ.

پردېس

د موسى فقير افغان په نوم يو کس بيا ليکلي دي چې اصغر افغان په توپوهنه کې ډېرې لاسته راوړنې لري. د اصغر افغان اوسط د نړۍ په ټولو کپتانانو کې له ټولو ښکته دى، حتاً د جيسن هولډر اوسط هم ترې ډېر دى او همدا رنګه د بېټسمېنانو په ليسټ کې تر ټولو خراب سټرايک رېټ لري.

انور خان الوزى

د نصيب څاروان په نوم يو کس بيا ليکلي دي، چې ټولې برياوې يې د سکاټلېنډ، ايرلېنډ، متحده عربي اماراتو، زمبابوې او عمان پر وړاندې دي.

انور الحق زيرک

انوار الحق ځيرک بيا ليکلي دي، چې اصغر افغان يو له بدو لوبډلمشرانو څخه دى، ځکه چې د ځوانو لوبغاړو مخه يې ډب کړې ده. هغه وايي چې نوموړى د روابطو او خپلو ملګرو په خوښه لوبډله انتخابوي.

دا له ١١ زره کمنټونو څخه يو څو بېلګې چې له تاسې سره مو د کورونا په دې ماحول کې شريکې کړې، کولاى شئ نورې تبصرې د کرکټ بورډ په فېسبوکپاڼه کې وګورئ.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …