کورپاڼه / د لوبو راپورونه / بنګله دېش د زمبابوې لوبډله په ٣٩ منډو ماته کړه
محمودالله

بنګله دېش د زمبابوې لوبډله په ٣٩ منډو ماته کړه

خپلواک وېبپاڼه (١٨ سپتمبر ٢٠١٩): د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې درې اړخيزه شل اوريزه سياليو په لړ کې نن د بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ لوبه ترسره شوه، چې د زمبابوې د بريا ارمان همداسې پاتې شو او بنګله دېش په ٣٩ منډو په لوبه کې بريا خپله کړه.

نن چې د يادو سياليو څلورمه لوبه وه، زمبابوې پچه وګټله او لومړى يې د بنګله دېش لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د بنګله دېش له لوري محمودالله د ٦٢ منډو په زړه پورې توپوهنه ترسره کړه، همدا راز ليتون داس ٣٨ او مشفيق الرحيم بيا ٣٢ منډې وکړې، چې بنګله دېش په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې وکړې او د زمبابوې لوبډلې ته يې د ١٧٦ منډو ګران هدف کېښود.

د زمبابوې له خوا په توپ اچوونکو کې جرويس ٣، مپولو ٢، ريان برل او موتمبودزي ١-١ لوبغاړى وسوځولو.

د ١٧٦ منډو د هدف په تعقيب کې د زمبابوې له لوري موتمبومي ښه توپوهنه ترسره کړه چې ٥٤ منډې وکړې او همدا راز لوبډلمشر مسکدزا بيا ٢٥ منډې وکړې، خو بل هېڅ لوبغاړى ونه توانېده چې زمبابوې د بريا لوري ته ورنږدې کړي. زمبابوې په ١٨.٢ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل او ١٢٤ منډې يې وکړې چې په ٣٩ منډو يې له بنګله دېشۍ لوبډلې ماته وخوړله.

د بنګله دېش له لوري بيا سېف اسلام ٣، امين الاسلام ٢، محمد سېف الدين ١ او شکېب الحسن هم ١ ويکټ ترلاسه کړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه محمودالله ترلاسه کړه، چې د ٦٢ منډو په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړې وه.

د يادولو ده چې افغانستان له زمبابوې او بنګله دېش سره يوه يوه لوبه ترسره کړې او په دواړو لوبو کې يې بريا خپله کړې ده، همدا راز افغانستان به خپله راروانه لوبه د سپتمبر په ٢٠مه نېټه د زمبابوې سره ترسره کوي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز د مس عينک لوبډله اتلولۍ ته ورسوله

د غازي امان الله خان جام يو ورځنيو ولايتي سياليو په پايلوبه کې رحمان الله …