کورپاڼه / د لوبو راپورونه / ويراټ کوهلي د سويلي افريقا په بالرانو سرونه وګرځول
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي د سويلي افريقا په بالرانو سرونه وګرځول

خپلواک وېبپاڼه (١٨ سپتمبر ٢٠١٩): د هند او سويلي افريقا ترمنځ د شل اوريزو لوبو لړۍ په هند کې روانه ده، چې په دويمه شل اوريزه لوبه کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي په سويلي افريقايي توپ اچوونکو سرونه وګرځول او په زړه پورې توپوهنه يې ترسره کړه. نوموړي هندۍ لوبډله بريا ته ورسوله او په خپله يې د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

نن د هند او سويلي افريقا ترمنځ د هند په موهالي کې لوبه ترسره شوه، د لوبې پچه د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وګټله او لومړى يې د سويلي افريقا لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د سويلي افريقا له لوري لوبډلمشر کوانټين ډي کوک او ټيمبا بواما ډېره ښه توپوهنه ترسره کړه، چې هر يوه ٥٢ او ٤٩ منډې ترسره کړې. د سويلي افريقا لوبډلې په ټاکلو ٢٠ اورونو کې د ٥ لوبغاړو په سوځېدو ١٤٩ منډې وکړې.

د هند له لوري بيا ديپک چاهار ٢، نوديپ ثاني، رويندرا جډيجا او هاردک پانډيا ١-١ لوبغاړى وسوځاوه.

د ١٥٠ منډو د هدف په تعقيب کې د هند روهيت شرما په ١٢ منډو وسوځېده، خو شيکر دهون بيا ٤٠ منډې وکړې او ويکټ يې له لاسه ورکړه. همدا راز ويراټ کوهلي ٣ شپږيزې او ٤ څلوريزې ووهلې او ٧٢ ناسوځېدلې منډې يې وکړې او د هند لوبډله يې بريا ته ورسوله.

هندۍ لوبډلې د سويلي افريقا ټاکلى هدف په ١٩ اورونو کې د ٣ لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او سويلي افريقايي لوبډلې ته يې په ٧ ويکټو ماته ورکړه.

د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه ويراټ کوهلي ترلاسه کړه.

د هند او سويلي افريقا لوبډلې ترمنځ د ٣ شل اوريزو لوبو لوبلړۍ په هند کې ترسره کېږي، چې لومړۍ لوبه د باران له امله ترسره نه شوه او په دويمه لوبه کې د هند لوبډلې بريا خپله کړه. د دواړو لوبډلو دريمه او وروستۍ شل اوريزه لوبه به د سپتمبر په ٢٢مه نېټه ترسره کېږي او له هغه وروسته به بيا د ټېسټ لوبو لوبلړۍ پيل شي.

Loading...

دا هم ولولئ

پنجاب او بېنګلور

اى پي ايل: پنجاب لوبډلې د بېنګلور لوبډلې ته ستره ماتې ورکړه

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل په شپږمه لوبه کې د کنګز اليون …