کورپاڼه / خپلواک / ګلبدين نايب هم وزګار نه دى ناست
ګلبدين نايب

ګلبدين نايب هم وزګار نه دى ناست

خپلواک وېبپاڼه (٤ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان ملي لوبډلې لوبغاړى او پخوانى لوبډلمشر ګلبدين نايب هم د کورونا ويروس له خپرېدو وروسته په کرنټين کې وزګار نه دى ناست.

د ګلبدين نايب خپاره شوي انځورونه، چې د هغه په لاس کې قېنچي او ږمنځ ليدل کېږي او خپل زوى يې په چوکۍ کېنولى دى، ورته ويښتان جوړوي.

کورونا ويروس چې د نړۍ هر څه يې په ټپه درولي دي، په دې لړ کې د کرکټ ټولې سيالۍ هم لغوه شوې دي او د ټولو هېوادونو لوبغاړي په کورونو کې ناست دي.

په هېواد کې د پلازمېنې کابل په ګډون يو شمېر ولايتونه د کورونا ويروس د مخنيوي په پار کرنټين اعلان شوي دي، چې افغان لوبغاړي هم په کورونو کې ناست دي.

په دې لړ کې ګلبدين نايب هم چې د کرنټين پر مهال په کور کې ناست دى، په تازه انځورونو کې ښکاري چې هغه د خپل کوچني زوي ويښتان جوړوي.

د کورونا ويروس د مخنيوي په پار بازارونه تړل شوي دي او همدا راز سلمانۍ هم ټولې بندې دي، نو خلک مجبوره شوي دي چې ويښتان په کورونو کې جوړ کړي.

تر دې مخکې د ملي لوبډلې د مخکښ ورو توپ اچونکي مجيب الرحمان انځورونه هم خپاره شوي و، چې د ملي لوبډلې د يو بل لوبغاړي ابراهيم ځدراڼ ويښتان يې جوړول.

د يادولو ده چې په افغانستان کې د کورونا ويروس مثبتې پېښې ٢٩٩ ته رسېدلي دي، چې تر ټولو زياتې مثبتې پېښې په هرات ولايت کې ثبت شوې دي.

همدا راز په نړۍ کې بيا د کورونا ويروس د مثبتو پېښو شمېر ١ ميليون او ١٢٧ زره څخه اوښتى دى، چې په دې لړ کې تر ٢٣٤ زرو څخه زيات کسان له دې ناروغۍ روغ شوي هم دي، خو لا هم په نړۍ کې ډېر په چټکۍ سره خپرېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …