کورپاڼه / عبدالله عبدالله سبا د ټول شموله حکومت کابینه اعلانوي
عبدالله عبدالله

عبدالله عبدالله سبا د ټول شموله حکومت کابینه اعلانوي

خپلواک وېبپاڼه (۴ اپرېل ۲۰۲۰): سره له دې چې ویل کېدل ولسمشر محمد اشرف غني او پخوانی اجرایه رييس ډاکټر عبدالله عبدالله هوکړې ته نږدې شوې دي، له یو بل سره یې جوړه ونه شوه او داوړه لوري لا هم د یو بل پر ضد څرګندونې کوي.

په داسې حال کې چې ولسمشر غني د نوي حکومت د کابینې د غړو اعلانول پیل کړي دي، عبدالله عبدالله هم په پام کې لري، چې سر له سبا (یکشنبه، د وري ۱۷) د خپل ټول شموله حکومت د کابینې غړي اعلان کړي.

د عبدالله عبدالله د ټول شموله ټيم ویاند خان زمان مدبر له اوا وېبپاڼې سره په یوې مرکه کې ويلي دي: ((موږ ښاغلي غني ته لس ورځې وخت ورکړی و، چې له شخصي ګټو تېر شي او د هوکړې له لارې دې اوسني کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي، خو په دې لسو ورځو کې نه یوازې چې هغوی د هوکړې لپاره ښه نیت ونښود، بلکې غیر قانوني ګمارنو ته یې هم دوام ورکړی دی.))

مدبر وايي، چې د ډاکټر عبدالله ټیم د کړکېچونو د دوام پلوی نه و او نه به وي او همدا راز له اړوند لوري سره د هوکړې لپاره د سیاسي شخصیتونو هڅو ته په درنه سترګه ګوري، خو اشرف غني د قدرت د لاس ته راوړلو لپاره د افغانانو قربانۍ ته هم چمتو دی، چې له همدې کبله عبدالله عبدالله په پام کې لري، چې سبا د ټول شموله حکومت د کابینې غړي اعلان کړي.

د یادونې وړ ده، چې امریکا، پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر استاد سیاف څو ځلې هڅه وکړه، چې د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله عبدالله تر منځ جوړ جاړی وکړي، خو لا تراوسه هم د دواړو له لوري تر منځ هوکړه نه ده شوې او وخت پر وخت د یو و بل پر ضد څرګندونې کوي.

Loading...

دا هم ولولئ

پاکستان ملي لوبډله

نيوزيلېنډ کې د پاکستان ٣ نور لوبغاړي هم په کورونا اخته شوي، ټول ١٠ شو

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې د ٣ نورو لوبغاړو د کورونا ټېسټونه هم مثبت راغلي …