کورپاڼه / خپلواک / د اى سي سي جالبه لوبډله (سټى هوم اليون)
مارټين ګوپټيل

د اى سي سي جالبه لوبډله (سټى هوم اليون)

خپلواک وېبپاڼه (٤ اپريل ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله د کرکټ ټولې نړيوالې سيالۍ لغوه شوې دي او لوبغاړي په کورونو کې کرنټين دي.

په داسې مهال کې د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي يوه په زړه پورې ويډيو په خپله فېسبوکپاڼه کې خپره کړې ده، چې د (Stay Home XI) لوبډله يې جوړه کړې ده او لوبغاړو ته يې جالب نومونه ورکړي دي.

اى سي سي د کرنټين په دې ماحول کې د بېلا بېلو هېوادونو هغه نامتو لوبغاړي، چې نومونه يې د کور د ځينو توکو سره يو شان راځي، په دې لوبډله کې شامل کړي دي او د يادو توکو د انځورونو سره يې د هغوى نومونو ته هم تغير ورکړى دى.

د نيوزيلېنډ لوبغاړي مارټن ګوپټيل ته يې د مارټن کپټېل نوم ورکړى دى، همدا راز د هغه له نوم سره يې د پيالې انځور هم لګولى دى.

په دغه لوبډله کې د نيوزيلېنډ جاس بټلر نوم هم شامل دى، چې د فلوس بټلر نوم ورته ورکړل شوى دى او د ياد هېواد ښځينه لوبغاړې سوزي بيټس ته بيا د سوزي پلېټس نوم ورکړل شوى او د هغه له نوم سره د قاب انځور ورکړل شوى دى، د هند لوبغاړې هرمن پريت کور نوم د مڼې سره تشبيه شوى او د مڼې انځور ورسره دى.

د سويلي افريقا لوبډلې لوبغاړي کوانټين ډي کوک ته بيا د کوانټين ډي سوکس نوم غوره شوى دى او د هغه له نوم سره د جرابو انځور لګېدلى دى.

د سريلانکا لوبډلې الراونډر تيسارا پريرا ته د تيسارا پرچيرا نوم غوره شوى دى او د څوکۍ انځور ورسره لګېدلى دى. د هند لوبغاړي واشنګټن سندر ته بيا د واشنګ يور هېنډز سندر نوم غوره شوى دى او د لاسونو د وينځلو انځور ورسره لګېدلى دى.

همدا راز د سويلي افريقا ښځينه لوبغاړې ميريزين کېپ ته بيا د ميريزين ټېپ نوم غوره شوى دى او د نوم سره يې د نل انځور لګېدلى دى. همدا راز د پاکستان لوبډلې لوبغاړي شاهين اپريدي ته بيا د شاهين اپريجي نوم غوره شوى او د هغه له نوم سره د يخچال انځور لګېدلى دى.

د نيوزيلېنډ لوبغاړي لوکي فيرګوسن ته بيا د کيلي سره تشبيه ورکړل شوې ده او له نوم سره يې هم د کيلي انځور لګېدلى دى. د ويسټ انډيز لوبغاړي شيلډون کاټرېل نوم له پيشو سره تشبيه شوى او له نوم سره يې د پيشو انځور لګېدلى دى.

همدا راز د لوبغالي لوبڅارانو کې بيا د ريچرډ کيتلنګ نوم په کيټلنګ او د پاول ريفل نوم په پاول ټريفل بدل شوي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …