کورپاڼه / خپلواک / له سلمان خان سره دا نجلۍ څوک ده؟ چې بحثونه پرې روان دي
سلمان خان او سايي مانجريکر

له سلمان خان سره دا نجلۍ څوک ده؟ چې بحثونه پرې روان دي

خپلواک وېبپاڼه (١٩ سپتمبر ٢٠١٩): د چارشنبې په ورځ په هند کې د ايفا جايزو خوندور پروګرام ترسره شو، چې په کې د هندي فلمونو نامتو ستورو ګډون وکړ. په دغه پروګرام کې فلمي ستورو په زړه پورې پرفارمنس هم وړاندې کړ، همدا راز سلمان خان هم د جايزو دغه پروګرام ته ورغلى و، خو هغه يوازې نه و، بلکې يوه ښايسته نجلۍ هم ورسره وه، چې اوس په ټولنيزو رسنيو کې پرې بحثونه کېږي، دا څوک وه؟

سلمان خان د مهېش مانجريکر لور سايي مانجريکر سره د ايفا جايزو پروګرام ته ورغلى و، چې په دغه پروګرام کې بيا د همدغه نجلۍ په تړاو خبرې کېدې.

سلمان خان غواړي چې د مهيش مانجريکر لور د خپل راروان فلم (دبنګ ٣) څخه فلمونو ته راولي. سلمان خان په دغه پروګرام کې له سايي مانجريکر سره د رسنيو په وړاندې انځورونه هم واخيستل.

د سلمان خان (دبنګ ٣) فلم به د سايي مانجريکر لومړى هندي فلم وي. له سايي پرته په دغه فلم کې سوناکشي سنها او کيچا سديپ هم کار کوي. همدا راز ويل کېږي چې په دغه فلم کې به مهيش مانجريکر هم کار وکړي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، سايي په دغه فلم کې تر سوناکشي سنها وروسته ډېر مهم رول لوبوي، هغه به په دغه فلم کې د سلمان خان د ملګرې رول ترسره کړي.

سلمان خان او مهېش مانجريکر دواړه ډېر نږدې ملګري دي، مهيش د خپلې لور لومړي فلم ته سخت لېواله دى. د هندۍ ورځپاڼې ممبۍ مرر د راپور تر مخه، مهيش غواړي چې لور يې خپله ټوله پاملرنه اداکارۍ ته وکړي.

سلمان خان تر دې مخکې هم د يو شمېر فلمي اداکارانو بچي هندي فلمونو ته وړاندې کړي دي، همدا راز يو شمېر هغه کسان هم چې له بهر څخه فلمي نړۍ ته راغلي دي. اوس به کتل دا وي چې سايي په دغه فلم کې څومره ښه کار کوي، ځکه د سلمان خان د دبنګ فلمونو لړۍ تراوسه پورې ډېره کاميابه روانه ده.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …