کورپاڼه / خپلواک / په هند د اى پي ايل ترسره کولو فشار زياتېږي
اى پي ايل

په هند د اى پي ايل ترسره کولو فشار زياتېږي

خپلواک وېبپاڼه (٥ اپريل ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله په ټوله نړۍ کې د کرکټ سيالۍ لغوه شوې دي او په دې لړ کې اوس لوبغاړي د هند کرکټ بورډ باندې فشار واردوي، چې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل دې رالنډ او ترسره شي.

اى پي ايل د نړۍ تر ټولو لوى او د پېسو له لحاظه ستر کرکټ ليګ دى، چې د کورونا ويروس له امله د اپريل تر ١٥مې نېټې پورې ځنډول شوى دى.

خو په هند کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو په زياتېدو او په نړيواله کچه د سفري بندېزونو له امله فکر نه کېږي چې په راتلونکو درې مياشتو کې دې هم د اى پي ايل سيالۍ ترسره شي.

د انګلستان پخوانى لوبغاړى کيون پيټرسن وايي، که موږ ژر تر ژره وغواړو، نو په جولاى يا اګست کې د ليګ ترسره کېدل ممکن دي.

هغه له سټار سپورټس سره په خپلو خبرو کې وويل، چې زه فکر کوم بايد اى پي ايل ترسره شي، زما په فکر د نړۍ هر لوبغاړى د اى پي ايل پيلېدو ته په تمه دى.

کيون پيټرسن وايي، چې د ٨ لوبډلو دغه سيالۍ دې د ٨ اونيو پر ځاى رالنډې شي او په لږو ورځو کې او د بندو دروازو تر شا دې ترسره شي.

هغه وايي، دا يوه لاره ده چې د لوبډلو مالکان به يو څه پېسې وګټي او اقتصاد ته به يې هم وګټه ورسېږي، په درې ځايونو کې دې دا سيالۍ په بشپړه توګه په بندو لوبغالو کې ترسره شي.

پيټرسن همدا راز زياته کړه، چې لوبغاړي د ٣ يا ٤ اونيو لپاره په دغه ليګ کې ګډون کولاى شي او د کرکټ مينه وال بايد په دې پوه شي چې هغوى په لوبغالي کې لوبې نه شي ننداره کولاى او ښايي په راتلونکې کې هم دوى ونه شي کولاى چې ژر په لوبغالو کې لوبې ننداره کړي.

د هند تجارتي ليګ د هند کرکټ بورډ ته هم له مالي پلوه ډېر ګټور و او دې ليګ به د هند اقتصاد ته ١١ ميليارده ډالر ګټه رسوله.

د چينايي موبايل شرکت ويوو دا ليګ د ٢٠١٨ څخه تر ٢٠٢٢ کال پورې سپانسر کړى دى، چې په بدل کې يې د هند کرکټ بورډ ته ٣٣٠ ميليونه ډالر ورکړي دي.

په دې ليګ کې د نړۍ هر ستر او نامتو کرکټ لوبغاړى لوبېږي او د هر لوبغاړي ارمان وي چې په هند تجارتي ليګ کې برخه واخلي.

مسوولين وايي، که دوى ته حکومت اجازه ورکړي، نو دوى به د ليګ په ترسره کولو فکر وکړي، تر څو ورسره اقتصادي ستونزې هوارې شي.

سنجى منجرېکر وايي، چې د هند تجارتي ليګ سره يوازې د مهيندرا سينګ دهوني او ويراټ کوهلي خبره نه ده، بلکې د دې سره د نورو ډېرو خلکو کار روزګار تړلى دى.

د يادولو ده چې بين سټوکس او پاټ کومنز له مخکې څخه په اى پي ايل سياليو کې د ګډون لپاره ځان اماده کړى دى. همدا راز د هند کرکټ بورډ مشر سارو ګنګولي له دې مخکې هم ويلي و، چې که چېرته د اى پي ايل سياليو ترسره کېدل ممکن شو، نو دوى به د دغه سياليو ورځو راکمې کړي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …