کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان ملي لوبډلې پښتون لوبغاړى شاهين اپريدى ٢٠ کلن شو
شاهين شاه اپريدى

د پاکستان ملي لوبډلې پښتون لوبغاړى شاهين اپريدى ٢٠ کلن شو

خپلواک وېبپاڼه (٦ اپريل ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو چټک توپ اچونکى شاهين شاه اپريدى ٢٠ کلن شو، هغه که څه هم په کمو لوبو کې ګډون کړى دى، خو ښه لوبه يې نندارې ته وړاندې کړې ده.

شاهين شاه اپريدى چې په نړيوال جام کې يې په يوه لوبه کې پنځه ويکټې ترلاسه کړې، هغه تر ټولو کم عمره چټک توپ اچونکى شو چې دغه ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

شاهين شاه اپريدى د خېبر په لنډي کوتل سيمه کې د اپريل په ٦مه نېټه ٢٠٠٠ کال کې زېږېدلى دى، هغه د زخه خېل قبيلې دى او په ٧ وروڼو کې تر ټولو کوچنى دى.

په لومړي ځل شاهين شاه اپريدى په ٢٠١٦ کال کې د اسيا ١٩ کلنو کم عمره ځوانانو لوبډلې ته غوره شو، همدا راز په ٢٠١٨ ١٩ کلنو نړيوال جام کې نوموړى د پاکستان هغه توپ اچونکى و چې زياتې ويکټې يې اخيستې وې.

په ٢٠١٨ کال کې هغه د پاکستان سوپر ليګ کې هم ولوبېده، په دغه کال کې نوموړى د لاهور قلندرز لوبډلې لپاره لوبېدلى و، ليسټ اې سيالۍ يې هم په همدغه کال کې پيل کړې وې چې د بلوچستان په لوبډله کې ولوبېده.

شاهين شاه اپريدى ١

نوموړى د ٢٠١٨ کال کې د مارچ مياشت کې د پاکستان او ويسټ انډيز شل اوريزو سياليو ته د پاکستان په ملي لوبډله کې غوره شو او پنځوس اوريزه لومړنۍ سيالي يې په ٢٠١٨ کال اسيا جام کې د افغانستان پر وړاندې ترسره کړه. همدا راز په همدغه کال يې بيا د نيوزيلېنډ پر وړاندې ټېسټ لوبه هم ترسره کړه.

په ٢٠١٩ کال نړيوال جام کې هغه د بنګله دېش پر وړاندې په لوبه کې پنځه لوبغاړي وسوځول او په نړيوال جام کې تر ټولو کم عمره لوبغاړى شو چې دغه ريکارډ يې په خپل نوم کړ.

د ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه مخکې د افغانستان او پاکستان په تمريناتي لوبه کې حضرت الله ځاځي په يو اور کې په شاهين شاه اپريدي باندې ٥ څلوريزې ووهلې، چې ياده ويډيو ډېره زياته لاس په لاس شوې وه.


٢٠ کلن شاهين شاه اپريدي د پاکستان لپاره تر دې مهاله پورې ٨ ټېسټ، ١٩ يو ورځنۍ او ١٢ شل اوريزې سيالۍ ترسره کړي دي او په ټولو لوبو کې يې ٨٦ ويکټې اخيستي دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …