کورپاڼه / هرات کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي هم په کورونا اخته شوي دي
عارف جلالي

هرات کې ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي هم په کورونا اخته شوي دي

خپلواک وېبپاڼه (۶ اپرېل ۲۰۲۰): د هرات ولایت روغتیايي کارکوونکي وايي، په دغه ولایت کې شاوخوا ۴۰ تنه روغتیايي کارکوونکي هم په کورونا ویروس ککړ شوي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي آزادۍ راډیو سره په خپلو خبرو کې وویل، چې دغه روغتیايي کارکوونکي چې په ویروس اخته شوي دي، په بېلابېلو صحي برخو کې یې دندې ترسره کولې.

د هغه په وینا، په دې کسانو کې دوه متخصص روزونکي چې د جراحۍ او ماشومانو په برخه کې یې کار کاوه، ۱۵ تنه ډاکټران، ۱۳ تنه نرسان، دوه انستیزي لوګ، دوه تنه د حوزوي روغتون کارکوونکي او پنځه تنه صفاکاران هم شامل دي.

عارف جلالي وايي، چې تراوسه معلومه نه ده، چې په دغو کسانو کې کورونا ویروس په کومه کچه او څوویم سټېج کې دی.

هغه وايي، چې د هرات ټول چاپېریال په ویروس ککړ شوی دی او د هرات نیمايي خلک مشکوک دي، چې ګنې په ویروس به اخته وي.

د هرات د روغتیايي مسوولینو له خوا خپاره شوي معلومات ښايي، چې په دغه ولایت کې تر پرون ورځ (یکشنبه، د وري ۱۷) د کورونا ویروس ۲۳۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۷۲ مېرمنې او ۲ ماشومان تشخیص شوي دي او ۵ تنو هم د دغه ویروس له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې د عامې روغتیا وزارت ویاند حامد مایار نن دوشنبه (د وري ۱۸) خبریالانو ته وویل، چې د کابل د یوه شخصي روغتون یو ډاکټر د کورونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه ډاکټر له هېواد نه بهر ته تللی نه و او په هېواد کې په ویروس ککړ شوی و.

د ښاغلي مایار د معلوماتو پر اساس، تر دې مهاله په ټول هېواد کې ۱۱ کسانو د کورونا ویروس له کبله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

په ټول هېواد کې د کورونا ۳۶۷ مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له ډلې یې ۳۰ پېښې یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ثبت شوې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

فرزانه ناز: هر څومره غصه چې مې وکړه څه ترې جوړ نه شو، بې پروا نړۍ

مشهوره سندرغاړې فرزانه ناز چې په هند کې یې اداکاري هم پیل کړې ده، وايي …