کورپاڼه / خپلواک / نړيوال شل اوريز جام به په خپل وخت کېږي
نړيوال شل اوريز جام

نړيوال شل اوريز جام به په خپل وخت کېږي

خپلواک وېبپاڼه (٧ اپريل ٢٠٢٠): د کرکټ نړيوالې شورا يا اى سي سي د نارينه و نړيوال شل اوريز جام چې سږ کال ترسره کېدونکى دى، وخت يې نه دى تغير شوى.

د نړيوال شل اوريز جام د مسوولينو په وېنا، چې د ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام کوربه اسټراليا دى، چې په دغه هېواد کې به د اکتوبر له ١٨مې تر نومبر ١٥مې نېټې پورې ترسره کېږي.

د نړيوال شل اوريز جام لپاره جوړه شوې کمېټه وايي، چې اوس زموږ هر څه د پخواني پلان سره سم دي، که کومه پرېکړه کېږي نو د کرکټ نړيوالې شورا او نورو غړو ترمنځ به په ګډه کېږي، خو اوس د کومې پرېکړې لپاره ډېر وخت لرو.

دوى همدا راز زياتوي، چې اوس که هر څه وايو نو له وخت مخکې به وي، ځکه دغه سياليو ته لا وخت شته دى، کوم ځايي کسان په دې اړه کومه پرېکړه نه شي کولاى او هره پرېکړه چې کېږي، هغه به ټولې ډلې په ګډه کوي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله چې ټوله نړۍ کې هر څه په ټپه ولاړ دي، دا ويره هم شته چې د ٢٠٢٠ کال نړيوال شل اوريز جام هم ترسره نه شي.

تر دې مخکې ډېرې نړيوالې لوبې لغوه اعلان شوې دي، چې په ټوکيو کې د ٢٠٢٠ کال اولمپکس لوبې هم پکې شاملې دي، همدا راز د هند تجارتي ليګ هم تر دې مهاله پورې ځنډول شوى دى او د پاکستان سوپر ليګ وروستۍ سيالۍ هم ترسره نه شوې.

د کرکټ په برخه کې بيا د هند او سويلي افريقا، اسټراليا او نيوزيلېنډ او انګلستان او سريلانکا لوبډلو ترمنځ ترسره کېدونکې سيالۍ هم لغوه شوې.

د کورونا ويروس چې تر دې مهاله پورې يې په ټوله نړۍ کې له ١.٣ ميليونو څخه زيات کسان نيولي دي، لا هم په چټکۍ سره په پرمختګ روانه ده.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …