کورپاڼه / خپلواک / سويفټ: د ټرمپ له لاسه ټوله نړۍ له امريکا کرکه کوي
ټېلر سويفټ ١

سويفټ: د ټرمپ له لاسه ټوله نړۍ له امريکا کرکه کوي

خپلواک وېبپاڼه (١٩ سپتمبر ٢٠١٩): د امريکا تاريخ د سپين پوستو په برترۍ او په تورپوستو له ظلم نه ډک پروت دى، خو په تېرو څو کلونو کې د امريکا لوړپوړو چارواکو يا لويو کسانو هم په دې تړاو خپلې څرګندونې کړي دي. د سپين پوستو د برترۍ خبره که څه هم کومه نظريه نه ده، خو په ټوله نړۍ کې دې ته په بده سترګه کتل شوي دي.

روان کال کې په نيوزيلېنډ کې په جوماتونو باندې بريد کوونکي کس هم د سپين پوستو د برترۍ نظريه درلوده، په دې نظريه بيا په امريکا او اروپا کې ډېر خلک عقيده لري او هغوى له تورپوستو کرکه کوي.

که څه هم ډېرو حکومتي چارواکو په دې تړاو په ښکاره څه نه دي ويلي، خو ويل کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او يو شمېر چارواکي د همدې نظريې خاوندان دي.

همدا راز اداکاره او سندرغاړې ټېلر سويفټ هم همدا فکر کوي، هغه وايي چې د ډونالډ ټرمپ د امريکا ولسمشر کېدو نه وروسته د ټولې نړۍ خلک له امريکا او امريکايانو څخه کرکه کوي.

٢٩ کلنې اداکارې او سندرغاړې ټېلر سويفټ له يوې امريکايۍ مجلې سره په خپله مرکه کې د سپين پوستو په نظريه باندې خبرې وکړې او وې ويل چې دا په نړۍ کې تر ټولو بده او خرابه نظريه ده.ټېلر سويفټ ٢

که څه هم ټېلر سويفټ په خپله هم سپين پوستې ده، خو هغه دا ډېر بد کار ګڼي. هغه وايي، کله چې په امريکا کې د باراک اوباما حکومت و، نو په ټوله نړۍ کې د امريکا عزت و او خلکو ورته په درناوي کتل. باراک اوباما يو تورپوستى و.

هغه زياتوي، له کله راهيسې چې سپينې ماڼۍ ته ډونالډ ټرمپ ورغلى دى، په ټوله نړۍ کې د امريکا پر ضد کرکه زياته شوې ده. هغه همدا راز زياتوي، چې په خپل ټول ژوند کې يې لومړۍ او دويمه رايه باراک اوباما ته ورکړې وه.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …