کورپاڼه / خپلواک / شعېب اختر: د پاکستان او هند ترمنځ دې د ٣ لوبو لړۍ ترسره شي
سرفراز احمد او ويراټ کوهلي

شعېب اختر: د پاکستان او هند ترمنځ دې د ٣ لوبو لړۍ ترسره شي

خپلواک وېبپاڼه (٨ اپريل ٢٠٢٠): په داسې وخت کې چې کورونا ويروس په ټوله نړۍ کې خپور شوى دى او خلک په کورونو کې کرنټين دي، د ورزش لوبغاړي هم تر چا شاته نه دي او هر يو هڅه کوي چې په يو نه ډول له خلکو سره مرسته وکړي.

خو په داسې وخت کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني چټک توپ اچونکي وړانديز کړى دى، چې د کورونا ويروس د مخنيوي په پار دې له خلکو سره د مرستې لپاره د پاکستان او هند لوبډلو ترمنځ د درې لوبو لړۍ ترسره شي.

هغه همدا راز ويلي دي، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې ښې نه دي او په خپل منځ کې يې له ډېرو کلونو راهيسې لوبې هم نه دي کړي او يوازې د اى سي سي په جامونو کې سره مخ کېږي.

شعېب اختر چې په اسلام اباد کې يې له رسنيو سره خبرې کولې، وويل چې د دواړو هېوادونو ترمنځ دې د بحران په دې وخت کې د ٣ لوبو لړۍ ترسره شي. که د دې لوبو پايله هر ډول وي، نو د دواړو هېوادونو مينه وال به خوشحاله وي.

هغه وايي، که ويراټ کوهلي سليزه وهي نو موږ به خوشحالېږو او که بابر اعظم سليزه وهي نو تاسې خوشحالېږئ. د لوبو پايله چې هر څه وي، خو بريا به دواړه لوبډلې خپله کړي.

هغه وويل، د دې لوبو ليدونکي به بېخي ډېر وي، ځکه په لومړي ځل به دواړه هېوادونه د يو بل لپاره ولوبېږي، هر څومره پېسې چې له دې لوبو ترلاسه شي، هغه به د کورونا ويروس د مخنيوي په پار د دواړو هېوادونو ترمنځ يو ډول ووېشل شي.

شعېب اختر همدا راز وايي، چې اوس مهال ټول خلک په کورونو ناست دي، که اوس هم نه کېږي، چې حالات يو څه ښه شي نو بيا دې دا لوبې په دوبۍ کې ترسره شي، د دې لپاره ځانګړې الوتکې هم برابرېداى شي.

هغه همدا راز زياته کړه، چې له دې لوبو سره به د دواړو هېوادونو سياسي اړيکې هم ښې شي، دواړه هېوادونه به له يو بل سره مرسته هم وکړي. هغه وايي، که چېرته هند پاکستان ته ١٠ زره وينټيليټرز ورکوي، نو دا به پاکستان ټول عمر ياد وساتي.

Loading...

دا هم ولولئ

نبي، اصغر او راشد

له کرکټ سره د افغانانو کرکه ولې دومره زياته شوه؟

د افغانستان کرکټ بورډ په شفيق الله شفق باندې د فساد له امله د ٦ …