کورپاڼه / خپلواک / بين سټوکس د کال غوره لوبغاړى ونومول شو
بين سټوکس

بين سټوکس د کال غوره لوبغاړى ونومول شو

خپلواک وېبپاڼه (٨ اپريل ٢٠٢٠): د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر بين سټوکس سږ کال د کال غوره لوبغاړى ونومول شو، دا وياړ له تېرو درې کلونو راهيسې د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي ترلاسه کاوه.

د رسنيو د راپورونو په وېنا، ويسډن د کال د غوره لوبغاړو نومونه اعلان کړل، دا ځلې د کال د غوره لوبغاړي جايزه د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر بين سټوکس ته ورکړل شوې ده، دا جايزه له تېرو درې کلونو راهيسې ويراټ کوهلي ترلاسه کوله.

ويسډن د ٢٠٢٠ کال په چاپ کتاب کې دا جايزه انګلستاني کرکټر ته ورکړې ده، چې په ٢٠١٩ کال کې يې د نړيوال جام په پايلوبه کې زبردسته لوبه نندارې ته وړاندې او انګلستان يې د نړيوال جام اتل کړ.


الراونډر بين سټوکس له ٢٠٠٥ کال وروسته لومړنى انګلستانى لوبغاړى دى چې دا جايزه ترلاسه کوي، په ٢٠٠٥ کال کې دا جايزه د انګلستان اينډيو فلينټوف ترلاسه کړې وه، هغه ته په هغه کال کې دا جايزه د ايشيز لوبلړۍ کې په غوره لوبو ترسره کولو ورکړل شوې وه.

د ويسډن له لوري چې کوم نور غوره لوبغاړي اعلان شوي دي، په هغوى کې د انګلستان جوفرا ارچر، د اسټراليا پاټ کومنز، مارنوس لابوشين، د سويلي افريقا سايمن هارمر او د اسټراليا ښځينه لوبغاړې ايليس پېري هم شامل دي.

د ويسټ انډيز چټک توپوهونکى او الراونډر انډري رسل بيا د نړيوالو شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى اعلان شوى دى.

د يادولو ده چې د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر بين سټوکس د ٢٠١٩ کال نړيوال جام پايلوبه کې د نيوزيلېنډ پر وړاندې زبردسته لوبه ترسره کړه او په پايلوبه کې يې د ښې لوبې ترسره کولو له امله د پايلوبې د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه. د هغه د ښې لوبې په مټ انګلستان د نړيوال جام اتلولي په لومړي ځل خپله کړه.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …