خپلواک وېبپاڼه (١٩ سپتمبر ٢٠١٩): د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني توپوهونکي سنيل ګواسکر نامتو توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سنګ دهوني په تړاو ويلي دي، چې د هغه د کرکټ کولو وخت نور پاى ته رسېدلى دى، بايد په عزت او درناوي رخصت کړاى شي. نوموړى وايي، چې کرکټ بورډ ته پکار دي چې د هغه متبادل پېدا کړي.
هغه همدا راز ويلي دي، چې د دهوني نه وروسته د هندۍ کرکټ لوبډلې لپاره ريشب پانټ يو ډېر ښه لوبغاړى ثابتېداى شي.
خو بلخوا بيا د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي د مهيندرا سنګ دهوني ستاينه کړې ده. هغه وايي، که تاسې يقين وکړئ او که نه، خو تجربه تل په کار راځي. نوموړى وايي، چې مخکې هم ډېرو لوبغاړو ثابته کړې ده، چې عمر هېڅ اهميت نه لري او دهوني هم دا خبره ثابته کړې ده چې هغه تجربه لري.
هغه همدا راز زياته کړه، چې په دهوني کې يوه خبره تر ټولو ښه ده، چې هغه د هند د کرکټ په تړاو فکر کوي، هغه به کله له کرکټ څخه استعفا ورکوي، دا يې شخصي پرېکړه ده، هيچا ته نه دي پکار چې په دې تړاو څرګندونې وکړي.
د يادولو ده چې په ٢٠١٩ نړيوال جام کې د ورو توپوهنې له امله دهوني تر سختو نيوکو لاندې راغى. ډېرو پخوانيو لوبغاړو وويل چې دهوني ته پکار دي چې نور له کرکټ څخه استعفا ورکړي.
څه ورځې مخکې ويراټ کوهلي د دهوني سره خپل يو انځور په ټولنيزو رسنيو کې خپور کړى و، چې له هغه وروسته دا اوازه ګډه شوه چې دهوني له کرکټ استعفا ورکوي، خو دا خبر د دهوني ښځې ساکشي دهوني رد کړ.
همدا راز بلخوا د هندۍ کرکټ لوبډلې مشر روزونکي روي شاستري ويلي دي، که چېرته د ويسټ انډيز د سفر پر مهال ترسره کړې غلطۍ بيا هم ريشب پانټ تکرار کړې، نو هغه به يې تاوان هم وويني. د يادولو ده چې ريشب پانټ د سويلي افريقا په وړاندې توپوهنې ته په څلورم پوزيشن راښکته شو او يوازې ٤ منډې يې وکولاى شوې.