کورپاڼه / ريکارډونه / ټيم ساوټي د سچن ټنډولکر د شپږيزو ريکارډ مساوي کړ
ټيم ساوټي او سچن ټنډولکر

ټيم ساوټي د سچن ټنډولکر د شپږيزو ريکارډ مساوي کړ

خپلواک وېبپاڼه – د نيوزيلینډ کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچوونکي ټيم ساوټي د هندوستان پخواني لوبغاړي سچن ټنډولکر د ټيسټ کرکټ پارمېټ کې د زياتو شپږيزو وهلو ريکارډ مساوي کړ.

د سريلانکا خلاف په لومړۍ ټېسټ لوبه کې د نيوزيلېنډ چټک توپ اچوونکی ټيم ساوټي په لسم نمبر توپوهنې ته راووت. نوموړي په سريلانکايي ورو توپ اچوونکي ډاننجايا ډي سيلوا باندې شپږيزه ووهله او په دې سره يې د هندي سچن ټنډولکر د ۶۹ شپږيزو ريکارډ مساوي کړ.

ټيم ساوټي په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۹ توپونو باندې ۱۴ منډې جوړې کړې.

د هندوستان نامتو توپوهونکي سچن ټنډولکر په خپلو ټولو ۳۲۹ ټېسټ پاڼيو يا اننګزونو کې ۶۹ شپږيزې وهلي دي، خو ټيم ساوټي بيا په ۸۹ ټېسټ لوبو پاڼيو کې د هغه هومره شپږيزې ووهلې.

سچن ټنډولکر د کرکټ هغه نامتو توپوهونکی دی چې په درې واړه فارمېټونو کې يې تر ټولو زياتې سليزې هم وهلي دي.

د يادونې وړ ده چې په نړيوالو ټېسټ لوبو کې د زياتو شپږيزو ريکارډ بيا د نيوزيلېنډ د پخواني لوبغاړي او د کلکتې لوبډلې د اوسني روزونکي برينډن مکالم په نوم دی، چې په ۱۷۶ پاڼيو کې يې ۱۰۷ شپږيزې وهلي دي.

په يو ورځنيو نړيوالو لوبو کې بيا د پاکستان شاهد اپريدی د ډېرو شپږيزو ريکارډ په خپل نوم لري، نوموړي ۳۵۱ شپږيزې وهلي دي. همدا راز د ويسټ انډيز کريس ګيل ۳۳۱، د سريلانکا سانت جی سوريا ۲۷۰، د هند روهيت شرما ۲۳۲ او مهيندرا سنګ دهوني بيا ۲۲۹ شپږيزې وهلي دي.

همدا راز که د شل اوريزو نړيوالو لوبو خبره وشي، نو په دغه لوبو کې بيا د هند روهيت شرما تر ټولو زياتې شپږيزې وهلي دي، نوموړی د ۱۰۷ شپږيزو ريکارډ په خپل نوم لري. له ده پرته بيا د ويسټ انډيز کريس ګيل ۱۰۵ او د نيوزيلېنډ مارټين ګوپټيل ۱۰۳ شپږيزې وهلي او تر نورو ټولو لوبغاړو مخکښ دي.

Loading...

دا هم ولولئ

کولين مونرو، يوراج سينګ او شاى هوپ

هغه ٥ توپوهونکي؛ چې نړيوالو شل اوريزو سياليو کې يې چټکې پنځوسيزې وهلي

له کله راهيسې چې په کرکټ کې شل اوريزې سيالۍ پيل شوې دي، له هماغه …