کورپاڼه / خپلواک / د (کبير سنګ) له بريا وروسته شاهد کپور خپل فيس زيات کړى
شاهد کپور

د (کبير سنګ) له بريا وروسته شاهد کپور خپل فيس زيات کړى

خپلواک وېبپاڼه (١٩ سپتمبر ٢٠١٩): د هندي سينما د نامتو فلمي ستوري شاهد کپور د (کبير سنګ) فلم له بريا وروسته، که څه هم هغه د خپل نوي فلم په تړاو لا په خپله څه نه دي ويلي، خو هندي رسنۍ وايي، چې شاهد کپور د تيلګو فلم (جرسي) په هندي ورژن فلم کې کار کولو ته زړه ښه کړى دى.

دغه فلم اما ګل، الو ارجن او دل راجو جوړوي. هندي رسنۍ وايي، چې په دغه فلم کې د کار کولو لپاره شاهد کپور ته ډېرې زياتې پېسې ورکړل شوي دي.

د هندي رسنيو د راپورونو په وينا، د (کبير سنګ) فلم له کاميابۍ وروسته شاهد کپور په فلمونو کې د کار کولو فيس ډېر کړى دى. شاهد کپور نه يوازې دا چې د خپل دغه نوي فلم لپاره ډېرې پېسې غوښتې، بلکې په ګټه کې يې هم برخه غوښتې ده. ويل کېږي چې شاهد کپور په دغه فلم کې د کار کولو لپاره ٣٥ کروړه هندي روپۍ ترلاسه کړي او د فلم په ګټه کې به هم ورته ٢٠ سلنه برخه ورکول کېږي.

همدا راز په راپورونو کې ويل شوي دي، چې د دغه فلم د ثبت کار به د روان کال په نومبر مياشت کې پيل شي. په دغه فلم کې د شاهد کپور سره رشميکه مندانا يو ځاى کار کوي.

د شاهد کپور د (کبير سنګ) فلم تر کاميابۍ وروسته نوموړي ته په ډېرو فلمونو کې د کار کولو وړانديزونه شوي دي، خو هغه يوازې د دغه يو فلم انتخاب کړى دى.

د تيلګو ژبې دغه فلم (جرسي) ګوتم تنانوري جوړ کړى و چې يو بريالى فلم و. دغه فلم چې د کرکټ په موضوع جوړ شوى و، د هلک ترور پکې د کرکټ لوبغاړې رول لوبولى و. دا فلم يو جذباتي فلم هم و چې فلمي کره کتونکو او خلکو ډېر خوښ کړى و.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …