کورپاڼه / خپلواک / احسان ماني: په اوسني حالت کې د اسيا جام ترسره کول ممکن نه دي
احسان ماني

احسان ماني: په اوسني حالت کې د اسيا جام ترسره کول ممکن نه دي

خپلواک وېبپاڼه (١٠ اپريل ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ بورډ چيرمېن احسان ماني وايي، چې په اوسني حالت کې د اسيا جام ترسره کول ممکن نه دي، خو د دغه جام د ترسره کولو يا نه ترسره کولو په اړه لا هم پرېکړه نه ده شوې.

د پاکستان کرکټ بورډ عمومي مشر احسان ماني له يوې هندۍ ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې وويل، چې په راتلونکې يوه مياشت کې به هر څه روښانه شي. اسيا جام چې د روان کال د سپتمبر په مياشت کې ترسره کېدونکى دى، د شل اوريزو سياليو په بڼه ترسره کېده.

د اسيا جام ٢٠٢٠ کوربه توب د پاکستان په غاړه دى، خو د اسيايي کرکټ شورا وروستۍ ناسته چې په دوبۍ کې ترسره کېدونکې وه، د کورونا ويروس له امله ترسره نه شوه، نو د ځاى په اړه يې هم تراوسه پرېکړه نه ده شوې.

د هند کرکټ بورډ مشر تر دې مخکې ويلي و، چې دوى په اسيا جام کې د پاکستان په کوربه توب ګډون کوي، خو دا سيالۍ به په پاکستان کې نه ترسره کېږي، که چېرته په پاکستان کې ترسره کېږي نو بيا په کې دوى ګډون نه کوي.

احسان ماني په خپله مرکه کې وويل، چې تراوسه پورې هېڅ پرېکړه نه ده شوې، ځکه چې ټوله نړۍ په يو سخت حالت کې ده او هيچا ته دا معلومات نشته چې په سپتمبر کې به څه کېږي، زما د خبرو غلط مطلب دې نه اخيستل کېږي خو هر څه به په راتلونکي حالت پورې تړلي وي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د کرکټ ټولې سترۍ سيالۍ لغوه شوې دي، چې په دې لړ کې د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل هم ځنډول شوى دى، همدا راز د پاکستان سوپر ليګ وروستۍ سيالۍ هم لغوه شوې دي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …