خپلواک وېبپاڼه (۱۲ اپریل ۲۰۲۰): د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه په دې توانېدلي دي چې یو ځل بیا د زمبابوې لوبډلې سره لوبې برابرې کړي.
خو دوی تر دې مهاله پورې د یادو سیالیو په اړه څه نه و ويلي د کرکټ بورډ ویاند فريد هوتک يې لامل کورونا ویروس ښايي.
د فرید هوتک په وېنا، افغانستان کرکټ بورډ د زمبابوې او افغان لوبډلې ترمنځ د پنځه شل اوریزو لوبو لړۍ برابره کړې ده، خو نېټه او رسمي اعلان يې ځکه نه و شوی چې کورونا ویروس هر څه په ټپه درولي.
نوموړی زیاتوي، چې کورونا ویروس له ختمېدو سره سم به د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ د لوبلړۍ نېټه اعلان شي.
فرید هوتک وايي، چې دا لوبې د افغانستان لپاره ګټورې دي، ځکه چې د اسیا جام او نړیوال شل اوریز جام ته به ترې ډېر څه زده کړي.
د دې لوبو په اړه کرکټ بورډ څه نه و ويلي، خو د زمبابوې لوبډلې روزونکي يې په یوه مرکه کې یادونه کړې وه، جې وروسته کرکټ بورډ هم ومنله.
دا په داسې حال کې ده چې سږ کال د افغانستان، چې بشپړ غړیتوب لرونکې لوبډله ده، له ایرلېنډ پرته يې چاسره لوبې نشته.
په کرکټ بورډ خلک له همدې امله نیوکې کوي، چې ولې د افغانستان نورو سترو لوبډلو سره لوبې نشته.
که څه هم د کرکټ بورډ مشرتابه ويلي و، چې د څو هېوادونو سره یې د سیالیو ترسره کولو په اړه خبرې روانې دي، خو اخر يې هم زمبابوې لوبډله لوبو ته راضي کړې ده.
د افغان لوبډلې مینه وال نیوکې کوي، چې کرکټ بورډ له همدې کمزورو لوبډلو سره لوبې جوړوي او دا توان نه لري چې له نورو سترو لوبډلو سره لوبې برابرې کړي.