کورپاڼه / خپلواک / مېکسويل: اى پي ايل کېداى شي، خو نړيوال جام له تماشچيانو پرته ګرانه ده
ګلين مېکسويل

مېکسويل: اى پي ايل کېداى شي، خو نړيوال جام له تماشچيانو پرته ګرانه ده

خپلواک وېبپاڼه (١٤ اپريل ٢٠٢٠): د اسټراليا کرکټ ملي لوبډلې الراونډر ګلين مېکسويل وايي، چې اى پي ايل خو له تماشچيانو پرته ترسره کېداى شي، خو نړيوال شل اوريز جام له تماشچيانو پرته ترسره کېدل ډېره ګرانه خبره ده.

نوموړې دا خبرې له رسنيو سره په ناسته کې وکړې، ګلين مېکسويل وويل، که چېرته دواړه ټورنمنټونه له تماشچيانو پرته ترسره کېږي، نو بيا به غوره دا وي چې اى پي ايل دې له تماشچيانو پرته ترسره شي.

مېکسويل همدا راز وويل، چې زموږ لپاره تماشچيان راغونډول به ښايي ګرانه وي، نو زما په فکر چې اى پي ايل پرته له تماشچيانو ترسره کېداى شي، خو نړيوال شل اوريز جام بيا له تماشچيانو پرته ترسره کول ګرانه ده.

هغه وايي، چې له تماشچيانو پرته نړيوال شل اوريز جام ترسره کول ماته ښه نه ښکاري او ماته دا هم نه ښکاري چې په راتلونکې کې دې داسې وکړو، ځکه موږ بايد د خلکو د روغتيا او د هغوى د ژوند خونديتوب هم په پام کې ونيسو.

د هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل کې د کنګز اليون پنجاب لوبډلې لپاره لوبېدونکي ګلين مېکسويل وويل، چې لوبغاړي د سږ کال اى پي ايل په اړه هم د تذبذب ښکار دي.

د يادولو ده چې د کورونا ويروس له امله د نورو لوبو تر څنګ د کرکټ ټولې سيالۍ هم ولاړې دي، همدا لامل و چې د هند کرکټ بورډ اى پي ايل د اپريل ١٥مې نېټې ته وځنډاوه، خو حالاتو ته په کتلو سره داسې نه ښکاري چې اى پي ايل دې په اوس وخت کې ترسره شي.

له دې پرته په اسټراليا کې د اکتوبر په مياشت کې نړيوال شل اوريز جام هم تر خطر لاندې دى، د هند کرکټ بورډ سره دا يو اپشن شته دى، که چېرته اى سي سي نړيوال شل اوريز جام (١٨ اکتوبر نه ١٥ نومبر پورې) لغوه اعلان کړي، نو په اى پي ايل بيا په اکتوبر او نومبر مياشتو کې ترسره کېداى شي، خو په دې وخت کې د سياليو پرته له تماشچيانو ترسره کولو باندې بحثونه کېږي.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …