کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان او زمبابوې لوبه په ژوندۍ بڼه وګورئ
حضرت الله ځاځی

د افغانستان او زمبابوې لوبه په ژوندۍ بڼه وګورئ

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ سپتمبر ۲۰۱۹): افغانستان د زمبابوې په وړاندې په نننۍ شل اوريزه لوبه کې د لوبې پچه وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د شل اوريزو سياليو پنځمه لوبه نن ترسره کېږي، چې د افغانستان دریمه او د زمبابوې څلورمه يا وروستۍ لوبه ده.

د افغانستان له لوري به په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، شفيق الله شفق، اصغر افغان، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدين نایب، فضل نيازی، راشد خان (لوبډلمشر)، مجيب الرحمان او دولت ځدراڼ ولوبېږي.

د تېرې لوبې څخه په نننۍ لوبه کې درې کسان کېنول شوي او درې نوي کسان اخيستل شوي دي، هغه درې کسان چې کېنول شوي په هغوی کې فريد ملک، نجيب ترکی او کريم جنت شامل دي او د دوی په ځای بيا شفيق الله شفق، فضل نيازی او دولت ځدراڼ لوبېږي.افغانستان او زمبابوې پچه

خو زمبابوې بيا په خپله لوبډله کې هېڅ بدلون نه دی راوستی او د تېرې لوبې ټول لوبغاړي به په نننۍ لوبه کې هم ولوبېږي.

افغانستان په روان سيريز کې له زمبابوې سره يوه لوبه کړې چې په ۲۸ منډو يې ماته ورکړې ده، همدا راز په ۸ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې دواړه لوبډلې مخامخ شوي دي، چې افغانستان په ۸ واړه لوبو کې بريا خپله کړې ده.

د يادولو ده چې افغانستان په يادو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې سره ترسره کړه چې په ۲۸ منډو يې ماته ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ ترلاسه کړه. همدا راز په دويمه لوبه کې يې بيا بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه، چې د ۸۴ ناسوځېدلو منډو په کولو سره محمد نبي د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

همدا راز افغانستان د ۱۲ شل اوريزو نړيوالو په ګټلو سره خپل د ۱۱ شل اوريزو نړيوالو لوبو ريکارډ هم مات او نوی ريکارډ يې په خپل نوم کړ. بلخوا محمد نبي په شل اوريزو نړيوالو لوبو کې ۱۲ ځلې د لوبې غوره لوبغاړی شو او نړيوال ريکارډ يې په خپل نوم کړ، تر هغه وروسته بيا د پاکستان شاهد اپريدی دی، چې ۱۱ ځلې په شل اوريزو لوبو کې غوره لوبغاړی نومول شوی دی.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …