کورپاڼه / کابل کې د کورونا ويروس د مخنيوي کمېټې غړې هم په کورونا ويروس اخته شوې

کابل کې د کورونا ويروس د مخنيوي کمېټې غړې هم په کورونا ويروس اخته شوې

خپلواک وېبپاڼه (١٤ اپريل ٢٠٢٠): په کابل کې د کورونا ويروس د مخنيوي کمېټې غړې حنيفه ګيرووال هم په کورونا ويروس اخته شوې ده.

د معلوماتو تر مخه، د کابل ولايت د اقتصادي او ټولنيزو چارو مرستياله او په کابل کې د کورونا ويروس د مخنيوي کمېټې غړې حنيفه ګيرووال هم په کورونا ويروس اخته شوې ده.

د کابل د والي وياند ناصر مهري د حنيفه ګيرووال په اړه رسنيو ته ويلي دي، چې هغه په کورونا ويروس اخته شوې ده او له تېرو ٥ ورځو راهيسې په خپل کور کې کرنټين ده.

نوموړي همدا راز ويلي دي، چې د حنيفه ګيرووال روغتيايي وضعيت اوس د ډاډ وړ دى.

د يادولو ده چې په افغانستان کې هم د کورونا ويروس په چټکۍ سره خپرېږي، چې تر دې مهاله پورې ٧١٤ کسان دغه ويروس نيولي دي.

هرات ولايت کې تر ټولو زياتې پېښې ثبت دي، چې ٢٨٤ ته رسېدلي دي، په دويم مقام بيا پلازمېنه کابل دى چې د کورونا ويروس ١٧٨ پېښې پکې ثبت شوې دي او همدا راز په کندهار کې ٩٠ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په کندهار ولايت کې د کورونا ويروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره ايالتي ادارې د کندهار د کرنټين کولو پرېکړه کړې ده او ويل کېږي چې جدي ګامونه به پورته کړي.

په هېواد کې د پلازمېنې کابل په ګډون يو شمېر ولايتونه کرنټين شوي دي، خو په ډېرو ساحو کې بيا هم خلک ډېر عادي ګرځي او د عامې روغتيا وزارت په لارښوونو عمل نه کوي.

د عامې روغتيا وزارت وزير په خپلو خبرو کې مخکې ويلي و، چې که خلک احتياطي تدابير عملي نه کړي، نو په افغانستان کې به د کورونا ويروس مخه نيول اسانه نه وي.

Loading...

دا هم ولولئ

شکر

په بدن کې د اوسپنې د کمښت نښې، نښانې

ـپه بدن کې د اوسپنې کمښت چې اینیمیا یاهم د وینې کمښت یې بولي، په …