کورپاڼه / خپلواک / رحمان الله ګربز پنځوسيزه پوره کړه، افغانستان ۱۰۷ منډې کړي
رحمان الله ګربز

رحمان الله ګربز پنځوسيزه پوره کړه، افغانستان ۱۰۷ منډې کړي

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په روانه شل اوريزه لوبه کې د پيل توپوهونکي رحمان الله ګربز خپله پنځوسيزه پوره کړه. نوموړي د ۴ شپږيزو او ۲ څلوريزو پر مټ په ۴۰ توپونو کې ۵۰ منډې وکړې او لا هم توپوهنې ته ادامه ورکوي.

دا د رحمان الله ګربز دريمه نړيواله شل اوريزه لوبه ده، چې په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې نوموړي خپله لومړۍ پنځوسيزه پوره کړه.

افغانستان په ۱۳ اورونو کې د ۲ لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۷ منډې کړي دي او رحمان الله ګربز په ۵۵ منډو او نجيب الله ځدراڼ په صفر منډو توپوهنې ته ولاړ دي.

د پيل توپوهونکی حضرت الله ځاځی د ۳۱ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده او شفيق الله شفق بيا د ۱۶ منډو ترلاسه کولو وروسته وسوځېده.

د لوبې په پيل کې افغان لوبډلمشر راشد خان د لوبې پچه وګټله او لومړی يې په خپله د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان، بنګله دېش او زمبابوې ترمنځ د شل اوريزو سياليو پنځمه لوبه نن ترسره کېږي، چې د افغانستان دریمه او د زمبابوې څلورمه يا وروستۍ لوبه ده.

د افغانستان له لوري به په نننۍ لوبه کې رحمان الله ګربز، حضرت الله ځاځی، شفيق الله شفق، اصغر افغان، نجيب الله ځدراڼ، محمد نبي، ګلبدين نایب، فضل نيازی، راشد خان (لوبډلمشر)، مجيب الرحمان او دولت ځدراڼ ولوبېږي.

د تېرې لوبې څخه په نننۍ لوبه کې درې کسان کېنول شوي او درې نوي کسان اخيستل شوي دي، هغه درې کسان چې کېنول شوي په هغوی کې فريد ملک، نجيب ترکی او کريم جنت شامل دي او د دوی په ځای بيا شفيق الله شفق، فضل نيازی او دولت ځدراڼ لوبېږي.

افغانستان په روان سيريز کې له زمبابوې سره يوه لوبه کړې چې په ۲۸ منډو يې ماته ورکړې ده، همدا راز په ۸ شل اوريزو نړيوالو لوبو کې دواړه لوبډلې مخامخ شوي دي، چې افغانستان په ۸ واړه لوبو کې بريا خپله کړې ده.

د يادولو ده چې افغانستان په يادو سياليو کې خپله لومړۍ لوبه د زمبابوې سره ترسره کړه چې په ۲۸ منډو يې ماته ورکړه او د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه نجيب الله ځدراڼ ترلاسه کړه. همدا راز په دويمه لوبه کې يې بيا بنګله دېش ته په ۲۵ منډو ماته ورکړه، چې د ۸۴ ناسوځېدلو منډو په کولو سره محمد نبي د غوره لوبغاړي جايزه ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …