کورپاڼه / د ښه پلار ۵ ځانګړنې

د ښه پلار ۵ ځانګړنې

خپلواک وېبپاڼه (۱۵ اپریل ۲۰۲۰): د پلار د ورځې په مناسبت د پلارولۍ يا هم پلارتوب مسله بیا هم ګرمه ده، دا ډېره په زړه پورې مسله ده،‌ يو له هغه مسلو څخه ده چې زموږ په ټولنه کې بايد وڅېړل شي، د ‌پوښتنو تابع ونیول شي، له بده مرغه تراوسه زموږ په ټولنه کې د اولاد ټول درد او غم، د پلار مسولیت هر څه دا دي چې بس د اولاد ګېډه مړه وي، ژر لوی شي او د پلار د اوږو بار سپک کړي، حال دا چې پلار ته په خپله پکار نه دي چې دومره لوی بار په شا کړي چې بیا یې سپکېدو ته يو عمر‌ د اولاد د لویېدو په تمه وي.

په دې ليکنه کې د يو ښه پلار پنځه ځانګړنې درته وړاندې کوو.

١-: ماشوم ته خپله مینه واضح ښکاره کوي

له بده مرغه چېرته چې د‌ نړۍ منفي خوی وي زموږ په ټولنه کې پیدا کېږي، ددې جملې څخه يو هم د مينې نه ښکاره کول دي، د نورو په وړاندې څه ځینې نارينه د خپل اولاد په وړاندې هم خپله مينه نه ظاهروي، خپل اولاد ته په جار او قربان خپله مينه نه شي ښکاره کولی، دا ورته یو ډول ښځینه کار، يو ډول شرم ورته ښکاري، حال دا چې يو ښه پلار بايد خپل ماشوم ته خپله مینه ښکاره کړي، هغه کسان چې د خپل پلار له لوري ورسره د مينې اظهار نه وي شوی، وروسته له لویېدو يې په ځان باور کمېږي، مينې ته یې اړتیا ډېره وي، ډېر ژر زړه بایلي.

٢-: هغه چې د خپل ماشوم سره وخت تېروي

کله چې تاسو د خپل ماشوم سره وخت تېر کړئ، نو هغه به احساس وکړي چې دی ستاسو لپاره څومره مهم دی او ارزښت لري. که تاسو تل بوخت یاست او د هغه سره وخت ونه لګوئ، نو هغه به هم تاسو ته چندان غوږ ونه نيسي. ماشومان خورا ګړندي وده کوي، هغه فرصتونه چې تاسو اوس له لاسه ورکوئ او هغه شیان چې تاسو یې په ګډه نه کوئ هغه به په راتلونکي کې د ځان ډیری شیان او پايلې راوړي.

٣-: له مينې سره ډسپلين

هر ماشوم لارښود، ډسپلین او حد تعين کوونکي ته اړتیا لري. مګر مجازاتو ته نه. د ماشوم د منفي چلند د پایلو په اړه وغږېږئ او که اړین وي نو یادونه یې وکړئ. د معنوي انعامونو سره مثبت او مطلوب چلند پیاوړى کړئ (لکه په غېږ کې نيول او آفرين ويل). د هغه پلرونو اولادونه چې د ماشوم لپاره حد او پوله په ښکاره، واضح، مستقل او ارام ډول بيان کړي، پوهېږي چېرې کله چې ودریږي، چېرته څه وخت څه وايي.

٤-: خپلو ماشومانو ته کتاب لولي

څومره چې نن ورځ ټليفون، ټابليت، ټلويزيون زموږ ژوند تر خپل کنټرول لاندې راوستلی، همداسې يې زموږ د ماشومانو ژوند هم کنټرول کړی دی، ماشومان په کوچني والي کې، د ليدلو، اورېدلو او دې ته ورته شيانو له لارې يو څه زده کوي، که موږ خپل ماشومان د ټلیفون او انټرنټ نړۍ ته حواله کړو نو شايد داسې څه وشي چې موږ يې بيا په کېدو خوښ نه یو، ښه پلرونه په کوچني والي کې خپل اولاد له دا ډول شيانو لرې ساتي، او په خپله د دې په ځای ورته کتاب وايي، کله کله بايد کتاب ورته ورکړل شي چې خپله يې ووايي.

٥-: د خپل اولاد لپاره يوه نمونه وي

ښه پلار په خپله د ښو خويونو خاوند وي، همدا ډول خپل اولاد ته هم د ښېګڼې، هڅې، صداقت او جرئت نمونه وي، که چېرې پلار په خپله سم شخصیت ونه لري نو په زوی یې نصحیتونه چندان تاثير نه کوي، لومړی باید پلار په خپله يو ښه سړی وي، ښه خویونه ولري او بیا همدا خپل زوی ته سپارښتنه وکړي.

ژباړه: منیب الرحمان رحماني

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

مجيب الرحمان په کورونا اخته شوى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى په اسټراليا کې په کورونا اخته …