کورپاڼه / خپلواک / د شل اوريزو غوره لوبغاړى؛ محمد نبي او که کريس ګېل؟
محمد نبي او کريس ګېل 1

د شل اوريزو غوره لوبغاړى؛ محمد نبي او که کريس ګېل؟

خپلواک وېبپاڼه (١٥ اپريل ٢٠٢٠): د کرکټ سترې وېبپاڼې کريک انفو له لوري د شل اوريزو سياليو تر ټولو غوره لوبغاړي لپاره رايه اچونه پيل شوې ده، چې محمد نبي د کريس ګېل پر وړاندې رايې اچونې ته مخامخ شوى دى.

کريک انفو له مينه والو پوښتنه کړې ده، چې د شل اوريزو لوبو غوره لوبغاړى کريس ګېل دى او که محمد نبي دى؟ چې په دې برخه کې هر څوک کولاى شي، د خپلې خوښې يو لوبغاړي ته رايه ورکړي.

که څه هم محمد نبي د کريس ګېل پر وړاندې د رايې اچونې په برخه کې ډېر شاته دى، خو د رايې اچونې وخت تر سبا پورې دى او تاسې هم کولاى شئ چې په دغه برخه کې محمد نبي ته رايې ورکړئ.

محمد نبي ته د رايې کارولو لپاره دلته کليک وکړئ

تر دې مهاله پورې تر ٥٦ زره څخه زياتې رايې کارول شوې دي، چې کريس ګېل ٩٠ سلنه او محمد نبي بيا ١٠ سلنه رايې ترلاسه کړې دي.

د يادولو ده چې تر دې مخکې افغان ستوري راشد خان د پاکستان سيد اجمل ته ماتې ورکړې ده او بل پړاو ته يې لاره پېدا کړې ده. د مهيندرا سينګ دهوني او بابر اعظم او همدا راز د کريس ګېل او محمد نبي تر پايلې څرګندېدو وروسته به د رايې اچونې بل پړاو پيل شي.

د کريک انفو له لوري په لاره اچول شوې دا رايې اچونې به همداسې روانه وي او په يو يو پړاو کې به ترې نيمايي لوبغاړي ليرې کېږي، چې په پاى کې پاتې شوى وروستى لوبغاړى به د شل اوريزو سياليو تر ټولو غوره لوبغاړى اعلانېږي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …