کورپاڼه / خپلواک / افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه
رحمان الله ګربز ۱

افغانستان د زمبابوې لوبډلې ته ۱۵۶ منډې هدف وټاکه

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او زمبابوې ترمنځ په روانه شل اوريزه لوبه کې د رحمن الله ګربز او حضرت الله ځاځي د ۸۳ منډو خوندورې ملګرتيا په مټ افغانستان ۱۵۵ منډې وکړې.

د لوبې په پیل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري توپوهنې ته رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی راووتل، چې دواړو ډېره په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او د ۸۳ منډو ملګرتيا يې وکړه. د افغانستان لومړۍ ويکټ د ۸۳ منډو په مجموعې لاړه، چې حضرت الله ځاځي د ۳۱ منډو ترلاسه کولو وروسته کېچ اوټ شو.

له هغه وروسته شفيق الله شفق راغی او د رحمان الله ګربز سره يې د توپوهنې هڅه وکړه، خو يوازې ۱۶ منډې يې وکړې، د افغانستان دويمه ويکټ په مجموعي ۱۰۷ منډو لاړه.

دريم لوبغاړی رحمان الله ګربز و، چې د ۴ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ يې په ۴۷ توپونو باندې ۶۱ منډې وکړې او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې خپله لومړۍ پنځوسيزه ووهله.

له هغه وروسته بل هېڅ لوبغاړی په دې ونه توانېده چې ښې منډې ترسره کړي. فضل نيازی، چې نن يې لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وه يوازې ۱۲ منډې وکړې، ګلبدين نایب ۱۰، راشد خان ۹ ناسوځېدلې، نجیب الله ځدراڼ ۵، محمد نبي ۴، اصغر افغان هېڅ منډه ونکړای شوه او دولت ځدراڼ ته هېڅ توپ په برخه ونه رسېده.

افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو باندې ۱۵۵ منډې وکړې، چې د زمبابوې لوبډلې ته يې د ۱۵۶ منډو هدف وټاکه.

د زمبابوې له لوري بيا کريس مپوفو ۴ او ټينوټينډا موتمبودزي ۲ لوبغاړي وسوځول.

تر لنډې دمه وروسته به زمبابوې د ۱۵۶ منډو د هدف پوره کولو او افغانستان به د خپل هدف دفاع په خاطر مېدان ته راکوز شي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …