کورپاڼه / خپلواک / رحمان الله ګربز: اصغر افغان ګپ شپي انسان دى
رحمان الله ګربز او اصغر افغان

رحمان الله ګربز: اصغر افغان ګپ شپي انسان دى

خپلواک وېبپاڼه (١٦ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکى او ويکټ ساتونکى رحمان الله ګربز وايي، چې اصغر افغان ګپ شپي انسان دى.

رحمان الله ګربز چې د شمشاد ټلويزيون په يوه خپرونه کې مېلمه و او د ملي لوبډلې د لوبغاړو په اړه يې خبرې کولې، په خپلو خبرو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر اصغر افغان يو ګپ شپي انسان ياد کړ.

رحمان الله ګربز ته د کوربنې له لوري نومونه اخيستل کېدل او نوموړي هر يو لوبغاړي ته يوه جمله ويله. هغه نوروز منګل ښه شخصيت لرونکى انسان ياد کړ، ميروېس اشرف يې مينه ناک انسان ياد کړ او حميد حسن يې بيا د ځوانانو ملاتړى ياد کړ.

همدا راز د اصغر افغان د نوم سره سم هغه وويل چې ګپ شپي انسان دى او کريم جنت يې بيا خاموشه انسان ياد کړ. نوموړي ګلبدين نايب ټوکي ياد کړ او شهزاد محمدي يې د ټيم مالګه ياد کړ.

رحمان الله ګربز همدا راز راشد خان ټوکي هم ياد کړ او وې ويل چې د ټوکي تر څنګ خاموش هم دى او محمد نبي يې د ټيم بوره ياده کړه.

رحمان الله ګربز همدا راز د يوې پوښتنې په ځواب کې په خندا کې وويل، چې که کرکټر نه واى نو بيا به يې اتڼ کولو، خو له خندا وروسته يې وويل، چې که چېرته کرکټر نه واى نو بيا به يې اوس هم خپلې زده کړې کولې.

هغه همدا راز وويل، چې اتڼ يې خوښېږي او د ټولو لوبغاړو زده دى او کله چې لوبه وګټي، نو بيا حتماً اتڼ کوي.

همدا راز په همدغه خپرونه کې د پوښتنو په يوه لړۍ کې چې رحمان الله ګربز ته يې په (هو) او (نا) کې ځواب ورکول و، ترې پوښتنه وشوه چې که فرښته عالمي (د خپرونې کوربنه) ورته د واده وړانديز وکړي، نو واده به ورسره کوي؟ نو ګربز په نا کې ځواب ورکړ.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …