کورپاڼه / د لوبو راپورونه / زمبابوې د افغانستان د ۱۲ لوبو ریکارډ په ځای ودراوه
همېلټون مسکدزا

زمبابوې د افغانستان د ۱۲ لوبو ریکارډ په ځای ودراوه

خپلواک وېبپاڼه (۲۰ سپتمبر ۲۰۱۹): د افغانستان او زمبابوې په نننۍ لوبه کې د زمبابوې لوبډلمشر همېلټون مسکدزا په زړه پورې توپوهنه ترسره او په خپله وروستۍ لوبه کې يې زمبابوې بريا ته ورسوله.

د لوبې په پیل کې پچه افغان لوبډلمشر راشد خان وګټله او لومړی يې د توپوهنې پرېکړه وکړه.

د افغانستان له لوري توپوهنې ته رحمان الله ګربز او حضرت الله ځاځی راووتل، چې دواړو ډېره په زړه پورې توپوهنه پيل کړه او د ۸۳ منډو ملګرتيا يې وکړه. د افغانستان لومړۍ ويکټ د ۸۳ منډو په مجموعې لاړه، چې حضرت الله ځاځي د ۳۱ منډو ترلاسه کولو وروسته کېچ اوټ شو.

له هغه وروسته شفيق الله شفق راغی او د رحمان الله ګربز سره يې د توپوهنې هڅه وکړه، خو يوازې ۱۶ منډې يې وکړې، د افغانستان دويمه ويکټ په مجموعي ۱۰۷ منډو لاړه.

دريم لوبغاړی رحمان الله ګربز و، چې د ۴ شپږيزو او ۴ څلوريزو پر مټ يې په ۴۷ توپونو باندې ۶۱ منډې وکړې او په نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې خپله لومړۍ پنځوسيزه پوره کړه.رحمان الله ګربز

له دوی پرته فضل نيازي ۱۲، ګلبدين نايب ۱۰، راشد خان ۹ ناسوځېدلې، نجيب الله ځدراڼ ۵ او محمد نبي ۴ منډې وکړې. افغانستان په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۵ منډې وکړې.

د ۱۵۶ منډو د هدف په تعقيب د زمبابوې له لوري همېلټون مسکدزا او برينډن ټېلر توپوهنې ته راووتل او ډېره په زړه پورې توپوهنه يې پیل کړه. دواړو د ۴۰ منډو ملګرتيا وکړه او برېنډن ټېلر ۱۹ منډې کړې وې چې د مجيب الرحمان لومړی ښکار وګرځېده.

د دويمې ویکټې لپاره د مسکدزا سره چکابوا يو ځای شو او دواړو د زمبابوې منډې ۱۱۰ ته ورسولې، چې همېلټون مسکدزا د ۷۱ منډو ترلاسه کولو وروسته د دولت ځدراڼ ښکار شو.

د زمبابوې دریمه ويکټ په ۱۳۹ منډو لاړه، چې مجيب الرحمان د ريګيس چکابوا ښکار وکړ، نوموړي ۳۹ منډې ترلاسه کړې. ويليم په ۲۱ او موتمبودزي په ۱ منډې ناسوځېدلي پاتې شو.

زمبابوې په ۱۹.۳ اورونو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۶ منډې وکړې او په ۷ ويکټو يې افغانستان ته ماته ورکړه.زمبابوې

نننۍ لوبه د زمبابوې لوبډلمشر همېلټون مسکدزا وروستۍ نړيواله شل اوريزه لوبه وه، چې ۷۱ منډې يې وکړې او د يادو سياليو په وروستۍ لوبه کې يې خپله لوبډله بريا ته ورسوله. هغه د غوره لوبغاړي جايزه هم ترلاسه کړه او له دې سره د افغانستان د پرلپسې ۱۲ نړيوالو شل اوريزو لوبو ګټلو ريکارډ په همدې ځای پاتې شو.

د يادولو ده چې سبا د سپتمبر په ۲۱مه نېټه به افغانستان له بنګله دېش سره ولوبېږي او د سپتمبر په ۲۴مه نېټه به بيا افغانستان او بنګله دېش پايلوبه ترسره کړي.

Loading...

دا هم ولولئ

داسون شناکا

ډمبوله وايکينګ د ٢٨ منډو په توپير د کولمبو کنګز لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ډمبوله وايکينګ لوبغاړو ښه توپوهنه او ښه توپ اچونه ترسره کړه چې د ٢٨ …