کورپاڼه / خپلواک / د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړى شرف الدين اشرف له کوم تکليف زورېږي؟
شرف الدين اشرف

د افغانستان کرکټ ملي لوبغاړى شرف الدين اشرف له کوم تکليف زورېږي؟

خپلواک وېبپاڼه (١٨ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې نامتو لوبغاړى شرف الدين اشرف وايي، چې له څه مودې راهيسې د ملا له تکليف څخه زورېده.

نوموړي چې په خپله فېسبوکپاڼه يې پوسټ کړى دى، ويلي يې دي چې له يو څه مودې راهيسې د ملا له تکليف څخه زورېده، خو اوس ښه دى.

نوموړي په خپل پوسټ کې همدا راز ليکلي دي، چې د ناروغۍ تشخيص او سمه درملنه يې شوې ده او اوس ښه دى. هغه هم دا راز د خوشحالۍ څرګندونه هم کړې ده، چې په هېواد کې داسې کادرونه پېدا کېږي، چې کولاى شي د نړۍ په کچه د خپل ولس خدمت وکړي.

شرف الدين اشرف په خپل پوسټ کې ليکلي دي:

((سلامونه! هيله ده وطنوالو روغ رمټ اوسئ، کورونا بايد جدي وګڼو، کور کې پاتې شئ تر څو ځان او ولس وژغورئ.

وطنوالو! يو څه موده وړاندې د ملا له تکليف څخه زورېدلم، لله الحمد اوس ښه يم، په همدې تړاو غواړم د زه له کومې د محترم ډاکټر صېب حبيب الله فاتح نه مننه وکړم، چې زما د ناروغۍ تشخيص او سمه درملنه يې وکړه. انشا الله باقي شفا د الله په لاس ده.

قدرمنو هېوادوالو! ډېر زيات د خوشحالۍ ځاى دى چې وطن مو اوس ورځ تر بلې داسې کادرونه پېدا کوي، چې کولى شي د نړۍ په کچه خپل ولس ته خدمت وکړي، راځئ چې په ګډه د خپل ولس له منځه راټوکېدلي تکړه، مسلکي، په وطن او ولس ميين د اوسني عصر له اړتياو سره بلد، په علم سمبال افغان کادرونو قدر او پر دوى اعتماد وکړو.))

سلامونه هیله ده وطنوالو روغ رمټ ووسۍ، کرونا باید جدي وګڼو کور کې پاتې شۍ تر څو ځان او ولس وژغورۍ.

وطنوالو یو څه موده…

Posted by Sharafuddin Ashraf on Friday, April 17, 2020

٢٥ کلن شرف الدين اشرف د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړى دى، چې په ښي لاس توپوهنه او سوکه ارتوډوکس توپ اچونه کوي.

نوموړي د افغانستان لپاره په ١٧ يو ورځنيو او ٨ شل اوريزو لوبو کې ګډون کړى دى، چې په يو ورځنيو لوبو کې يې ٦٦ منډې کړي او ١٣ لوبغاړي يې سوځولي دي، همدا راز په شل اوريزو کې يې بيا ٢٨ منډې کړي او ٥ لوبغاړي يې سوځولي دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …