کورپاڼه / خپلواک / ډايريکټر خپله لور په شونډو ښکل کړه، خلکو اخطار ورکړ
مهېش بټ او پوجا بټ

ډايريکټر خپله لور په شونډو ښکل کړه، خلکو اخطار ورکړ

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ سپتمبر ٢٠١٩): هندي سينما او په دغه سينما کې لانجې هېڅ کله هم نه دي ختمې شوي، په دې کې يو هم د هندي سينما نامتو فلم جوړونکى مهېش بټ دى، چې له فلمونو څخه يې خپل شخصي لانجمن ژوند تر ډېره په رسنيو کې انعکاس ترلاسه کړى دى.

مهېش بټ د سپتمبر په ٢٠مه نېټه کال ١٩٤٨ کې د هند په ممبۍ ښار کې زېږېدلى، چې نن يې کليزه ده. نوموړي د سارانش، سر، سرک، عاشقي او زخم په څېر بريالي فلمونه هندۍ سينما ته ورکړي دي.

د نوموړي ژوند له ډېرو لانجو نه ډک تېر شوى دى، چې يو هم په نويمه لسيزه کې د خپلې لور پوجا بټ سره يې د هغه جنجالي انځور خپرېدل و، چې يو بل په شونډو ښکلوي.

کله چې دا انځور خپور شو، نو نه يوازې د دواړو مينه والو، بلکې هندي ولس هم پرې سخته غصه ښکاره کړه. تر دې حده پورې چې مهېش بټ ته د مرګ اخطارونه ورکړل شول او خلکو وويل چې مهېش بټ د هندي کلتور خرابولو او د ټولنې ګنده کولو پسې راخيستې ده.پوجا بټ

کله چې هر چا مهېش بټ وغانده او په هغه سختې نيوکې وشوې، نو وروسته هغه په خپل يو بيان کې وويل، چې له خپلې لور سره دغه راوتى انځور، چې دواړه پکې د يو بل شونډې ښکلوي، جعلي دي او هغه هېڅ کله هم نه داسې کار کړى دى او نه يې هم داسې کوم انځور ويستى دى.

خو جالبه يې لا دا ده، چې د دغه انځور د خپرېدو نه څه وخت مخکې مهېش بټ په يوه مرکه کې د خپلې لور سره د واده ارمان څرګند کړى و. هغه ويلي و کې يې پوجا بټ لور نه وه، نو هغه به ورسره واده کړى و.

د يادولو ده چې مهېش بټ د ٢٠ کالو په عمر کې له لارين برايټ سره واده کړى و. د واده نه څه وخت وروسته هغې خپل نوم بدل او کرن بټ نوم يې په ځان کېښود. د دواړو دوه ماشومان وزېږېدل چې يوه يې پوجا بټ او بل يې راهول بټ و، خو د دواړو اړيکې خرابې شوې، ځکه چې مهېش بټ د پروين بوبي سره اړيکې جوړې کړې.مهېش، پوجا او عاليه

خو وروسته پروين بوبي ناروغۍ ونيوله او له هغې امله مهېش بټ هغه پرېښوده او بېرته خپلې ښځې ته راواپس شو، چې د دواړو ترمنځ طلاق ونه شو او بېرته يې خپل ګډ ژوند پيل کړ.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …