کورپاڼه / خپلواک / انګلستان غواړي ٣ لوبلړۍ په تشو لوبغالو کې ترسره کړي
انګلستان کرکټ لوبډله

انګلستان غواړي ٣ لوبلړۍ په تشو لوبغالو کې ترسره کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ اپريل ٢٠٢٠): د کورونا ويروس له امله د انګلستان کرکټ بورډ په دې فکر کې دى چې درې نړيوالې لوبلړۍ په تشو مېدانونو کې ترسره کړي. دا سيالۍ په داسې لوبغالو کې ترسره کول غواړي چې هوټل ورسره جوخت وي او تماشچيان به لوبغالو ته نه پرېښودل کېږي.

که چېرته انګلستان کرکټ بورډ دا کار ترسره کړي، نو سږکال به د لارډز او اوول په تاريخي لوبغالو کې کومه نړيواله سيالي ترسره نه شي.

د برېتانوي رسنيو د راپورونو په وېنا، د انګلستان کرکټ بورډ غواړي چې په اولډ ټريفورډ مانچسټر، هيډنګلى ليډز او روز ساوتمپټن کې لوبې ترسره کړي. په درې واړه لوبغالو کې د هوټل او ټرېننګ اسانتياوې شته دي.

د انګلستان کرکټ بورډ وايي، چې په درې واړه لوبغالو کې به د بندو دروازو تر شا لوبې ترسره شي. انګلستان غواړي چې د ويسټ انډيز، اسټراليا، پاکستان او ايرلېنډ لوبډلو کوربه توبه وکړي.

ويل کېږي چې انګلستان کرکټ بورډ د پاکستان کرکټ بورډ ته د ٣ پر ځاى د ٤ ټېسټ سياليو ترسره کولو ددعوت ورکړى دى، که چېرته دا هر څه ترسره شي، نو د دې سياليو لپاره به نوى مهالوېش جوړېږي.

د يادولو ده چې په انګلستان کې د کورونا ويروس له امله هر ډول کرکټ بند دى.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …