کورپاڼه / خپلواک / رونالډو د خپلې انډيوالې په اړه رسنيو ته څه وويل؟
رونالډو

رونالډو د خپلې انډيوالې په اړه رسنيو ته څه وويل؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ سپتمبر ٢٠١٩): د ايټاليې د يووينټس کلب لپاره لوبېدونکى د پرتګال د فوټبال لوبغاړى کرسټيانو رونالډو، چې په نړۍ کې د فوټبال په کچه يو ستر نوم لري، هغه په يوه مرکه کې د خپلې انډيوالې په اړه ډېرې پټې خبرې وکړې.

رونالډو وويل، چې د خپلې انډيوالې جارجينا روډرګز سره د څادر دننه تېر کړى وخت يې د هغه په ژوند کې تر فوټبال هم ډېر ښه وخت دى. رونالډو تراوسه پورې په فوټبال کې ٧٠٠ ګولونه وهلي دي.

د برېتانيې له دي سن ورځپاڼې سره په خپله مرکه کې رونالډو وويل، چې په ٢٠١٨ کال کې د يووينټس پر وړاندې د ريال ماډرېډ لپاره وهلى ګول يې د ژوند تر ټولو ښه ګول دى.

خو کله چې له هغه وپوښتل شو، چې د فوټبال په لوبغالي کې دې تېر شوى ډېر خوښ دى او که له خپلې انډيوالې سره تېر کړى. نو هغه په خندا کې وويل، چې د خپلې انډيوالې سره تېره کړۍ هره ګړۍ يې د ژوند تر ټولو غوره او په زړه پورې وخت دى.

د يادولو ده چې د فوټبال د نړۍ دا مشهور لوبغاړى رونالډو له ٢٠١٦ کال راهيسې جارجينا سره انډيوالي لري او د دواړو يوه لور هم شته. د جارجينا او رونالډو سره د دوى نور درې ماشومان هم ژوند کوي.

رونالډو په يوه مرکه کې ويلي و، چې هغه له داسې کورنۍ راغلى دى چې هغوى به د رګبي لوبه کوله، هغه ډېر سخت وخت تېر کړى دى او داسې حالت هم راغلى دى، چې د برګر لپاره يې سوال کړى دى. خو هغه وايي چې بيا داسې وخت هم راغى چې ١٧ ګرانبيه موټرې يې درلودې او د ډېرو پېسو خاوند و.

خو رونالډو په دې خبره بيا ډېر خپه دى، چې پلار يې ډېر پخوا مړ شوى دى، هغه وخت دى شل کلن و، چې پلار يې مړ شو. هغه وايي چې پلار مې زما بريا په خپله ونه ليدلى شوه.

دا هم ولولئ

د سلیمان ساپي د سلیزې پرمټ افغان نولس کلنو زلمیو زمبابوې ته د ۲۶۲ منډو هدف کېښود

د زمبابوې نولس کلنو پر وړاندې د افغانستان ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډلې په ځانګړي توګه …