کورپاڼه / خپلواک / د کرکټ بورډ مشر کابل کې له ١٠٠٠ کسانو سره مرستې کړي
فرهان يوسفزی

د کرکټ بورډ مشر کابل کې له ١٠٠٠ کسانو سره مرستې کړي

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر فرهان يوسفزي په کابل کې له شاوخوا ١٠٠٠ کسانو سره نغدي مرستې کړې دي.

د کرکټ بورډ چيرمېن فرهان يوسفزي سلاکار عبدالله بارکزى وايي، چې نوموړي له دې وړاندې په کندهار ولايت کې هم له يو شمېر بېوزله کورنيو سره د خوراکي توکو او نغدي مرستې کړې وې، چې تازه يې په کابل کې له شاوخوا ١٠٠٠ کسانو سره هم نغدي مرستې وکړې.

ښاغلی فرهان يوسفزي صیب مننه!
د افغانستان کرکټ بورډ دروند مشر ښاغلي فرهان یوسفزي نن له شا وخوا زرو بېوزلو کسانو سره نغدي…

Posted by Eng. Abdullah Barakzai on Monday, April 20, 2020

د کورونا ويروس له امله د افغانستان ډېرى ولايتونو کې ګرځبندېز اعلان شوى دى او ټول کارونه په ټپه ولاړ دي، چې په دې حالاتو کې د بې وزله او غريبو هېوادوالو ژوند سخت شوى دى.

په همدې برخه کې نه د کرکټ ملي لوبغاړو هم له خلکو سره خپلې مرستې وکړې، چې پکې راشد خان، محمد نبي، حشمت الله شهيدي، نجيب الله ځدراڼ، افتاب عالم او نور لوبغاړي شامل دي چې له بې وزله هېوادوالو سره يې د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

په همدې لړ کې د کرکټ بورډ عمومي رييس او سوداګر فرهان يوسفزي هم غريبو او بې وزله هېوادوالو ته د مرستې لاس ورکړى دى او له کندهار وروسته يې په کابل کې هم له خلکو سره مرستې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

اصغر افغان، فرهان يوسفزى او ګلبدين نايب

افغانستان کرکټ کې بې حسابه پېسې، شهرت او سفرونه دي چې هر څوک يې غواړي

په کرکټ کې او په خاص ډول د افغانستان کرکټ کې درې شيان زيات دي، …