کورپاڼه / خپلواک / ايا دپيکا پاډوکون اميندواره ده؟
دپيکا پاډوکون ٣

ايا دپيکا پاډوکون اميندواره ده؟

خپلواک وېبپاڼه (٢٠ سپتمبر ٢٠١٩): د هندۍ سينما نامتو او ښايستوکې فلمي ستورې دپيکا پاډوکون د ٢٠١٩ کال ايفا جايزې ته له خپل خاوند رنوير سنګ سره ورغلې وه، چې د دغه پروګرام انځورونه نوموړې په خپل انسټاګرام هم خپاره کړي دي، چې د انځورونو له خپرولو وروسته اوس خلک د هغې د اميندوارې يا حامله کېدو په تړاو پوښتنې کوي.

د دغه انځور لاندې يو کس په خپل کمنټ کې ليکلي دي، چې دپيکا د مور جوړېدو په حالت کې ده. يو بل کس ليکلي دي، چې ايا دپيکا پاډوکون حامله ده؟

يو بل کس بيا ليکلي دي، چې صبر، ايا دا د دپيکا پاډوکون ماشوم دى. خو دا تبصرې همداسې پسې زياتې شوې دي او ډېرى خلکو بيا دپيکا پاډوکون ته د ماشوم د راتګ مبارکۍ هم ورکړي دي. اوس دپيکا پاډوکون حامله ده او که نه؟ د دې په اړه خو به دپيکا پاډوکون ته ډېر معلومات وي.

له دې مخکې هم دا اوازې خپرې شوې وې چې دپيکا پاډوکون حامله ده، خو هغې بيا دا خبره رد کړه، همدا راز د پريانکا چوپړه په تړاو هم دا اوازه خپره شوې وه.دپيکا پاډوکون ١

دپيکا پاډوکون اوس مهال د خپل راروان فلم په ثبت کې مصروفه ده. نوموړې تېر کال له مشهور اداکار رنوير سنګ سره واده وکړ، له واده وروسته دا دپيکا پاډوکون لومړى فلم دى چې راروان کال کې به نندارې ته وړاندې شي.

د دې فلم جوړونکې يا لارښوده ميګنا ګلزار ده. دا فلم د تېزاب له پېښې د بچ شوې نجلۍ په ژوند جوړ شوى دى، چې د دپيکا پاډوکون سره پکې وکرانت مسي هم کار کړى دى.

همدا راز د ١٩٨٣ کال په نړيوال جام جوړېدونکي فلم (٨٣) کې بيا دپيکا پاډوکون له خپل خاوند رنوير سنګ سره يو ځاى کار کوي، چې دا فلم د هندۍ کرکټ لوبډلې د نامتو لوبغاړي کپل ديو په ژوند جوړېږي.دپيکا پاډوکون ٢

په دې فلم کې دپيکا پاډوکون د خپل خاوند رنوير سنګ د ښځې رول لوبوي، چې په دې فلم کې د هندۍ لوبډلې د نړيوال جام ګټلو او همدا راز د کپل ديو ژوند ته کتنه شوې ده، چې د کپل ديو رول پکې رنوير سنګ لوبوي.

Loading...

دا هم ولولئ

شفيق الله شفق

کرکټ بورډ په شفيق الله شفيق د فساد له امله ٦ کاله بندېز ولګاوه

د افغانستان کرکټ بورډ وايي، چې د ملي لوبډلې په نامتو لوبغاړي شفيق الله شفق …