کورپاڼه / پوهېږئ ولې مو لاس دومره ژر ژر خپل مخ ته وروړئ؟
مخ ته لاس وروړل

پوهېږئ ولې مو لاس دومره ژر ژر خپل مخ ته وروړئ؟

خپلواک وېبپاڼه (٢١ اپريل ٢٠٢٠): د روغتيا نړيوال سازمان په ټينګار سره د کورونا ويروس څخه د ځان ساتنې لپاره د دریو ټکو په هکله انسانان جدیت ته رابولي، په کور کې کېناستل، ژر ژر لاس مينځل او لاس خپل مخ ته نه وړل، په اصل کې دا کارونه ډېر سخت هم‌ نه ښکاري، خو ولې يې نه شو عملي کولی؟ ولې په کور کې نه شو پاتې کېدی، ولې خپل لاس شل ثانيې هم نه شو مينځلی او تر دې هم مهم دا چې ولې خپل مخ ته ژر ژر لاس وروړو؟

بلکې‌ دا کار دومره اسانه‌ نه دی څومره چې ښکاري، يوه څېړنه چې د پوهنتون په محصلينو ترسره شوې ښيي چې په يوه ساعت کې محصلين ۲۳ ځله خپل مخ ته لاس وروړي، په هرو دوو نيمو دقيقو کې يو ځل د خپل مخ مختلفو برخو ته ګوتې وروړي، دا مخ ته لاس وروړل نوي نه دي، ان هغه وخت هم انسان چې نړۍ ته نه وي راغلی خپل مخ ته لاس وروړي، د ۲۴ او ۳۶ اونیو په اومېدواره مېرمنو ترسره شوې يوه څېړنه ښيي چې ماشوم د مور په نس کې هم خپل مخ ته لاس وروړي، د څېړنې په بنسټ کله چې مور سټرېس ولري نو په نس کې موجود ماشوم یې د چپ لاس سره خپل مخ ته ګوتې وروړي، يوه بله څېړنه بيا وايي هغه مور چې زيات سيګريټ څکي ماشوم يې تر نورو زيات خپل مخ ته لاس وروړي، ښکاره خبره ده چې زموږ د حواسو او مخ ته د لاس وروړلو ترمنځ يوه قوي اړیکه شته ده.

په یوه بله څېړنه کې چې د ازموینې په وخت کې په زده کړيالانو ترسره شوې هم ښودل کېږي چې سټرېس یې ددې سبب شوی چې زيات مخ ته لاس وروړي، په يوه تجربه کې چې زده کړيالان ازموينې ته دننه شول او ارام یې خپل سوالونه حل کول، د ازموینې چاپېريال ته ځینې ناخوښ غږونه ورکړل شول، چې ددې سره د زده کړيالانو طبعيت خراب شو او سټرېس يې هم ورسره زيات شو، له دې وروسته معلوم شول چې دوی اوس مخ ته نور هم ژر ژر لاس وروړي.

د کاناډا د زولوژي ژورنال د لاس او مخ د زيات تماس په بوی پورې تړلی بولي، په دې هکله یوه څېړنه بیا په ۲۲۱ کسانو ترسره شوې چې ترڅو د لاس مخته وړلو او بوی ترمنځ اړيکه پېدا کړي، تر دې وړاندې مخ او لاس د زيات تماس يو سبب هم سټرېس ياد شوی و خو په دې څېړنه کې بيا د بوی او مخ ته د لاس وړلو ترمنځ اړيکه څېړل شوې.

په دې څېړنه چې ۲۲۱ کسان د کامرو له لارې څارل شوي ټول خپل مخ ته په لږ لږ زماني فاصله کې لاس وروړي، يانې ژر ژر خپل مخ ته لاس وروړي، په مخ کې بیا تر ډېره دوی خپلې پوزې ته لاس وروړي، د دوی په پوزه کې د هوا اندازه کوونکې يوه کوچنۍ اله ځای په ځای شوې وه، چې د هوا د مسير او د بوی په پېژندنه کې یې مرسته کوله، په دې کسانو ترسره شوې څېړنه ښيي چې دوی پوزې ته د لاس وړلو په وخت کې په غيرې شعوري ډول خپل لاس‌ او ګوتې بويوي.

پوهان په دې اند دي چې د انسان لاس د بيروني نړۍ سره په تماس کې وي او د بيروني نړۍ زيات بويونه په ځان لري چې د پوزې سره زيات تماس يې هم ددې بويونه يو ډول‌ د‌ انتقال لپاره دي، په دې هکله ګڼې څېړنې شته دي چې وروسته له هغه چې انسانان د يو بل سره په لاس ستړي مشي وکړي لږ وروسته يې همدا لاس خپلې پوزې ته وړي، که څه هم دا حالت دومره واضح نه وي چې سړی یې دقیق درک کړي، خو دقيقه څېړنه او پاملرنه دا ښيي چې انسانان خپل لاس ډېر کله د بوی لپاره پوزې ته وړي، په ځانګړي ډول په داسې حالاتو کې چې انسان خپل لاس يو بل انسان ته يا هم کوم بل موجود ته وروړي، وروسته فوراً د څو ثانيو په ترڅ کې همدا لاس خپلې پوزې ته وړي.

Loading...

دا هم ولولئ

مجيب الرحمان

مجيب الرحمان په کورونا اخته شوى

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکى په اسټراليا کې په کورونا اخته …