کورپاڼه / خپلواک / ويراټ کوهلي: اول ځل چې لوبډله کې غوره نه شوم، ټوله شپه مې ژړل
ويراټ کوهلي

ويراټ کوهلي: اول ځل چې لوبډله کې غوره نه شوم، ټوله شپه مې ژړل

خپلواک وېبپاڼه (٢١ اپريل ٢٠٢٠): د هند کرکټ ملي لوبډلې لوبډلمشر ويراټ کوهلي وايي، هغه چې په ايالتي لوبډله کې غوره نه شو، نو ټوله شپه يې ژړل.

د کرکټ نامتو توپوهونکي او د هندۍ لوبډلې کپتان ويراټ کوهلي او د هغه مېرمن، نامتو هندۍ فلمي ستورې انوشکا شرما په انلاين بڼه له زده کړيالانو سره خبرې کولې او هغوى سره يې د خپل ژوند کيسې شريکې کړې.

ويراټ کوهلي وويل، په لومړي ځل چې په ايالتي لوبډله کې وانه خيستل شو، زما اوس هم ياد دي، ټوله شپه مې ژړل، ما تر سهاره چيغې وهلې او هېڅ مې يقين نه راتلو.

هغه زياتوي، زما د ژړا لامل دا و چې ما ښې لوبې ترسره کړې وې او ښه توپوهنه مې کړې وه، خو بيا هم په ايالتي لوبډله کې نه وم غوره شوى.

ويراټ کوهلي وايي، وروسته مې پوره دوه ساعته له خپل روزونکي څخه پوښتنې کولې چې ولې زه په لوبډله کې غوره نه شوم، خو هېڅ په دليل نه پوهېدم، هغه وايي چې له هغه وروسته مې هم شاته ونه کتل او لا مې ډېره خواري پيل کړه.

ويراټ کوهلي په ٢٠٠٦ کال کې د ډيلي لوبډلې لپاره ولوبېده، چې له هغه بيا دوه کاله وروسته لومړۍ نړيواله يو ورځنۍ لوبه يې د هند لپاره د سريلانکا پر وړاندې ترسره کړه.

نوموړي له هغه وروسته شاته ونه کتل او په ٨٦ ټېسټ سياليو کې يې ٧٢٤٠ منډې وکړې، چې ٢٧ سليزې او همدا راز ٢٢ پنځوسيزې يې هم ووهلې.

ويراټ کوهلي په ٢٠١٣ کال کې د هندۍ فلمي ستورې انوشکا شرما سره ليدلي و، چې د دواړه ترمنځ يارانه پيل شوه او په ٢٠١٧ کال کې يې واده وکړ.

ويراټ کوهلي وايي، چې موږ دواړه له يو بل څخه د زده کړې هڅه کوو او ژوند مو په خوشحالۍ روان دى.

ويراټ کوهلي زده کړيالانو ته په خپلو خبرو کې وويل، ځينې وخت داسې وي چې په ټېسټ لوبه کې به په ٢ ساعتونو کې يوازې ٢٠ منډې کوې، خو تاته به د لوبډلې اړتيا وي او ته بايد په مېدان کې ولاړ يې.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …