کورپاڼه / خپلواک / کريم صادق: که ولسمشر مې د کرکټ بورډ مشر کړي، لوبه پرېږدم
کريم صادق

کريم صادق: که ولسمشر مې د کرکټ بورډ مشر کړي، لوبه پرېږدم

خپلواک وېبپاڼه (٢٢ اپريل ٢٠٢٠): د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانى لوبغاړى کريم صادق وايي، چې که ولسمشر غني يې د کرکټ بورډ مشر کړي، نو هغه به د کرکټ لوبو کې لوبېدل پرېږدي.

کريم صادق چې له ډېر وخت راهيسې په ملي لوبډله کې نه لوبېږي، لا يې هم له کرکټ څخه استعفا نه ده ورکړې او په کورنيو سياليو کې لوبېږي.

کريم صادق په يوه راډيويي مرکه کې د کرکټ بورډ په مشرانو سختې نيوکې کړې دي او وايي، چې داسې کسان د کرکټ بورډ مشران دي چې د کرکټ په الفبا هم نه پوهېږي.

هغه زياتوي، که ولسمشر پرې باور وکړي او د کرکټ بورډ مشري ورته وسپاري، نو کرکټ به پرېږدي او په راتلونکو دوه کلونو کې به په هېواد کې نړيوال مسلکي لوبغالي جوړ او اړينې اسانتياوې به برابرې کړي.

کريم صادق وايي، چې کرکټ بورډ تخنيکي اداره ده او مشرۍ ته يې د لوستو او اکاډميکو کسانو پر ځاى بايد چې مسلکي کسان معرفي شي.

هغه وايي، که د افغانستان کرکټ بورډ مشري مسلکي کس ته وسپارل شي، نو د افغانستان ملي لوبډله کولاى شي چې د ٢٠٢٣ کال نړيوال جام کې اتلولي خپله کړي.

هغه وايي، چې په لوبډله کې د واسطو او خپلوۍ په اساس لوبغاړي انتخابېږي، هغه وايي چې په لوبډله کې له ډېرو مشرانو لوبغاړو څخه ښه لوبه کولاى شي خو ٤ کاله کېږي چې په لوبډله کې د لوبېدو چانس نه ورکول کېږي.

کريم صادق وايي، چې له کرکټ سره يې مينه کمه شوې وه، خو د مينه والو په بيا بيا غوښتنه يې يو ځل بيا سخت تمرينات پيل کړي دي او که ولسمشر يې غوښتنه ونه مني، نو بيا به لوبډلې ته راشي او په مېدان کې به شپږيزې او څلوريزې ووهي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …