کورپاڼه / پاکستانى يهودي پوليسو نيولى دى
پاکستانى يهودي

پاکستانى يهودي پوليسو نيولى دى

خپلواک وېبپاڼه (٢٤ اپريل ٢٠٢٠): پاکستانى يهودي ډيويډ ايريل پوليسو نيولى دى، دا سړى چې وايي مخکې مولا و او خليل الرحمان نومېده، له يوې مياشتې راهيسې په اسلام اباد کې احتجاج کاوه.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، ډيويډ ايريل له يوې مياشتې راهيسې د اسلام اباد رسنيو مرکز مخې ته په احتجاج ناست و او غوښتنه يې کوله چې هغه ته دې په خپل پاسپورټ اسراييل ته د تګ اجازه ورکړل شي.

د پاکستان په پاسپورټ ليکل شوي دي، چې په دې پاسپورټ اسراييل ته تګ نه شي کېداى، ځکه پاکستان وايي چې دوى اسراييل د يوه هېواد په توګه په رسميت نه پېژني.

دغه سړى چې د اسراييلو بېرغ يې هم له ځان سره لاره، په اسلام اباد کې يې احتجاج کاوه، او له حکومت څخه يې غوښتنه کوله، چې څنګه مسلمانان خپلو مقدسو ځايونو ته تللى شي، نو په پاکستان کې ډېرى زاينيسټ (يهوديان) هم ژوند کوي او دوى ته دې اسراييلو ته د تګ اجازه ورکړل شي، تر څو خپلو مقدسو ځايونو نه ليدنه وکړي.

له دې مخکې بيا د محمد فېصل خالد په نوم يو کس ځان په رسمي توګه يهودي راجستر کړى و چې (فيشل) نوم يې غوره کړى و.

په ټولنيزو رسنيو د ډيويډ ايريل له غږ پورته کېدو وروسته د هغه پر وړاندې خلکو سخت غبرګون ښکاره کړ، چې پاکستاني پوليسو اوس دغه کس نيولى دى.

د پوليسو تر نيولو مخکې په اسلام اباد کې د يوې مذهبي ګوند ځوانانو په هغه بريد هم کړى و او د هغه په خېمه کې لګېدلى د اسراييلو بېرغ يې شکولى و.

د يادولو ده چې ډيويډ ايريل له دې مخکې د پاسپورټ ادارې څخه غوښتنه کړې وه، چې هغه غواړي اسراييل ته لاړ شي، نو د هغه په پاسپورټ د اسراييلو په اړه ليکل شوې جمله دې ليرې کړل شي، چې د پاسپورټ ادارې ترې پاسپورټ اخيستى او بلاک کړى و.

Loading...

ليکوال\خبريال: خپلواک

Avatar

دا هم ولولئ

که برش ونه وهو، د زړه په ناروغیو اخته کېږو!

د ژامو خرابېدل د ډېرو ناروغیو سبب ګرځي. د یو څېړنې له مخې ویل کېږي …