کورپاڼه / خپلواک / دهوني به د هند لپاره نور ونه لوبېږي
مهيندرا سينګ دهوني

دهوني به د هند لپاره نور ونه لوبېږي

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اپريل ٢٠٢٠): د هند کرکټ ملي لوبډلې پخوانى اف سپينر هربجن سينګ وايي، چې زه فکر نه کوم مهيندرا سينګ دهوني به د هند لپاره نور ولوبېږي.

د فرانسې خبري اژانس (اې اېف پي) د راپور په وېنا، د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني لوبډلمشر، چټک توپوهونکي او ويکټ ساتونکي مهيندرا سينګ دهوني د ٢٠١٩ کال نړيوال جام نه وروسته د هند لپاره کومه لوبه نه ده ترسره کړې او ګرځبندېز د هغه د بيا لوبېدو چانس نور هم کم کړ.

د کورونا ويروس له امله د نړيوال شل اوريز جام نه مخکې د کرکټ ستر ليګ (هند تجارتي ليګ يا اى پي ايل) تراوسه پورې نه دى پيل شوى، ښايي دا ليګ لغوه شي يا هم رالنډ شي.

هربجن سينګ چې په اى پي ايل کې د دهوني سره يو ځاى په چيناى سوپر کنګز لوبډله کې لوبېږي، وايي چې دهوني ښايي خپله استعفا اعلان کړي، ځکه د ټيم نور لوبغاړي هم له هغه نه وخت نا وخت دا غوښتنه کوي.

په يوه مرکه کې هربجن سينګ وويل، چې دا په دهوني پورې اړه لري چې هغه څه پرېکړه کوي، تاسې بايد دا معلومه کړئ چې ايا هغه د هند لپاره بيا لوبېدل غواړي؟

هغه زياتوي، څومره معلومات چې زه لرم نو فکر کوم هغه نه غواړي چې بيا د هند لپاره مېدان ته کوز شي، هغه اى پي ايل کې لوبېږي، خو که د هند لوبډلې خبره شي نو فکر کوم د ٢٠١٩ نړيوال جام نه وروسته هغه فکر کړى و چې دا يې وروستۍ سيالۍ دي.

د يادولو ده چې مهيندرا سينګ دهوني په ٢٠١٤ کال کې د ټېسټ کرکټ څخه استعفا ورکړې وه او د روان کال په مارچ مياشت کې د اى اپي ايل سياليو لپاره هغه تمرينات هم پيل کړي و، خو د راتلونکې په اړه يې تراوسه څه نه دي ويلي.

د مهيندرا سينګ دهوني په لوبډلمشرۍ کې هند لومړى نړيوال شل اوريز جام ګټلى و، همدا راز د ٢٠١١ نړيوال جام يې هم ګټلى و. په هند کې دهوني ته د يوه اتل په سترګه کتل کېږي، هغه په ٣٥٠ يو ورځنيو سياليو کې ١٠ زره او ٧٧٣ منډې جوړې کړې دي.

Loading...

دا هم ولولئ

عامر، شکېب، شفق او اظهر الدين

د کرکټ هغه لوبغاړي چې د فساد له امله له بندېز سره مخ شوي

د کرکټ سيالۍ چې نه يوازې ډېر مينه وال لري، بلکې شهرت او پېسې هم …