کورپاڼه / خپلواک / د پاکستان کرکټ نامتو لوبغاړې استعفا ورکړه
ثنا مير

د پاکستان کرکټ نامتو لوبغاړې استعفا ورکړه

خپلواک وېبپاڼه (٢٥ اپريل ٢٠٢٠): د پاکستان کرکټ ښځينه لوبډلې پخوانۍ لوبډلمشرې ثنا مير له نړيوال کرکټ څخه استعفا ورکړه، هغې د پاکستان لپاره ٢٢٦ نړيوالې لوبې ترسره کړې وې.

د پاکستاني رسنيو د راپورونو په وېنا، د پاکستان کرکټ بورډ وايي، چې ثنا مير ١٥ کاله کيرير سره مخه ښه وکړه.

د خپلې استعفا د اعلان پر مهال ثنا مير ويلي دي، چې د پاکستان لپاره کرکټ ترسره کول د هغې لپاره د وياړ خبره وه او د پاکستان کرکټ بورډ مننه کوي، چې دا چانس يې ورته ورکړ.

ثنا مير وايي، چې په خپل کيرير کې د کرکټ له هغه غوره لوبغاړو سره يې وليدل او ملګرتياوې يې ورسره وکړې، چې د ليدو ارمان يې و او له هغوى يې ډېر څه زده کړل او هغې په خپل کيرير کې ترې ډېره ګټه پورته کړه.

هغه وايي، چې له تېرو څو مياشتو راهيسې يې په دې اړه فکر کاوه چې په راتلونکې کې څه وکړي، نو پرېکړه يې وکړه چې له کرکټ څخه به استعفا ورکړي او په نورو برخو کې به خپلو کارونو ته دوام ورکړي.

د يادولو ده چې ثنا مير په ١٢٠ نړيوالو يو ورځنيو لوبو کې ١٥١ لوبغاړي سوځولي او ١٦٣٠ منډې يې ترلاسه کړې دي، همدا راز په ١٠٦ نړيوالو شل اوريزو لوبو کې يې ٨٩ ويکټې ترلاسه کړې دي او ٨٠٢ منډې يې ترلاسه کړي.

دا هم ولولئ

آیا د خېټې د درد په سببونو پوهېږئ؟

د خېټې یا معدې درد یوه داسې ستونزه ده چې ډېری خلک پرې اخته کېږي …